اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته! د آن لاين اسلامي لارښود چلوونکو
محترما: د اسلام په رڼا کې د حاملی ښځی سره د زږیدو اخری موده کی کورودانی کول څه حکم لری ( یعنی خپلی میرمن سره)
مننه ع . عمر –
د هرات څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځې سره جماع کول په ټولو احوالو او اوقاتو کې جايزه ده مګر د حيض او نفاس پر مهال او همدارنګه د مرض په وخت کې چې هغې ته ضرر وي جواز نه لري .
د حمل په وخت کې د ولادت تر وخته پورې جماع کول جايز دي (په شرط ددې چې ښځې او حمل ته ضرر و نه لري ) .
فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۷۵۹
وقد سئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
متى يجب على الرجل أن يتجنب الجماع مع زوجته خلال فترة الحمل ؟ وهل الجماع ـ خاصة خلال الثلاثة الأشهر الأولى من الحمل ـ يؤدي إلى ضرر بالجنين ؟
فأجابوا :
لا بأس بجماع الحامل ما لم يكن فيه ضرر على الحمل ” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 19 / 353 ) .
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود