د قرآن عجيب تلاوت – يتيمه ماشومه

دا يتيمه ماشومه براءة نوميږي چې پلار يې مصری او مور يې د سوريه څخه ؤ ، پلار او مور يې دواړه ډاکتران وو هغوی د مصر څخه سعودي ته کډه شوي وو ، براءة په لس کلنی کې مکمل قرآن حفظ کړی وو ، د براءة عجيب صوت په اسلامي نړۍ کې مشهور دی چې ميليونونه کسان يې ژړولي دي .

د الله تعالی قضاء وه مور يې چې په سرطان مبتلاء وه وفات شوه د مور د وفات څو ورځې وروسته يې پلار هم وفات شو او دا ماشومه بې سرپرسته پاتې شوه چې وروسته د سعودي عربستان يو خير خواه کس د هغې سرپرستي په غاړه واخيسته ، څه موده وروسته دا ماشومه هم په سرطان مبتلاء شوه چې د ده د سرپرست لخوا بريظانيا ته د درملنې لپاره انتقال شوه .

د دغې يتيمې ماشومې څخه د الله تعالی کلام واورئ :

https://www.youtube.com/watch?v=os0MFI9msIw

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً