په اوسنيو مروجو جرابو باندې مسحه کيږي ؟

ګرانو دوستانو ! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة

زما سوال د مسح په اړوند دی:

دا اوسنی مروجی جرابی چه په بازار کې خرڅیږي که سړی یو جوړ یا دوه جوړه په پښو کړی نو بیا د مسح حکم پری کیږی او که نه؟
یعنی کیدای شی چه سړی سهار د اوادسه وروسته په اوداسه حالت کی سم د لاسه دغه اوسنی جرابی یو جوړ یا دوه جوړه په پښو کړی او بیا د ماسپیښین او مازدیګر اودسونو ته پری مسح وکړی.
په داسی حال کی بوت پاک وی او پښی په کوم داسی ځای کی چه چټلی شی یا اوبه جذب کړی ونه لګیږی.

هیله ده په دی اړوند مفصل ځواب راکړی.

په احترام -عبدالحبيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اوسنيو مروجو جرابو باندې مسحه نه صحي کيږي ځکه :

مسحه په داسې موزو باندې صحي کيږي چې د داسې چرم يا بل سخت شي څخه جوړې شوې وي چې له هغه څخه اوبه نه ننوځي :

جاء في الفقه الاسلامي وادله :

واشترط الحنفية والشافعية: أن يكون الخف مانعاً من وصول الماء إلى الجسد؛ لأن الغالب في الخفاف أنها تمنع نفوذ الماء، فتنصرف إليها النصوص الدالة على مشروعية المسح.

د احنافو په نزد د بوټو او موزو څخه لاندې جرابو باندې چې سختې وي د اوبو د نفوذ مخه ونيسي مسحه کول جايز دي لکه زمونږ په عصر کې مروجې مسحۍ چې ورته وايي چې له سخت چرم او پلاستيک څخه جوړې دي او پښې ته اوبه نه پرېږدي .

المسح على الجوارب: أجاز الحنفية على الراجح لديهم المسح على الجوربين الثخينين

البدائع:10/1، الدر المختار وحاشية ابن عابدين:348/1

جاء في الموسوعة الفقهية :

وَقَدْ ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ عَلَى جَوَازِ الْمَسْحِ عَلَى الْجَوْرَبَيْنِ فِي حَالَتَيْنِ .

۱- أَنْ يَكُونَ الْجَوْرَبَانِ مُجَلَّدَيْنِ ، يُغَطِّيهِمَا الْجِلْدُ لأَنَّهُمَا يَقُومَانِ مَقَامَ الْخُفِّ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ .

۲- أَنْ يَكُونَ الْجَوْرَبَانِ مُنَعَّلَيْنِ ، أَيْ لَهُمَا نَعْلٌ وَهُوَ يُتَّخَذُ مِنَ الْجِلْدِ ، وَفِي الْحَالَتَيْنِ لا يَصِلُ الْمَاءُ إِلَى الْقَدَمِ ، لأَنَّ الْجِلْدَ لا يَشِفُّ الْمَاءَ (2) .

وسئل شيخ الإسلام : هَلْ يَجُوزُ الْمَسْحُ عَلَى الْجَوْرَبِ كَالْخُفِّ أَمْ لَا ؟
فقال : ” نَعَمْ يَجُوزُ الْمَسْحُ عَلَى الْجَوْرَبَيْنِ إذَا كَانَ يَمْشِي فِيهِمَا ، سَوَاءٌ كَانَتْ مُجَلَّدَةً ، أَوْ لَمْ تَكُنْ” انتهى من “مجموع الفتاوى” (21/213).

نور تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/8101

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً