د ټولو لمونځ کوونکو ژړا (رښتيا چې هغه سخته ورځ ده )

په دې آيتونو کې د هغه ورځې د ياد ذکر دی چې انسانان به تقسيم شي د الله دوښمنان ټول اور را ټول کړ شي او د الله دوستان (مؤمنان ) د جنت په لورې واستول شي ، رښتيا هم چې دا به ډير سخته ورځ او ددې ورځې په يادولو ژړا په کار ده ډير ډير ژړل څو الله تعالی مونږ له خپلو دوستان څخه وشميري .

دا آيتونو د يو امام لخوا په لمانځه کې په ډير خشوع ، ژړا او اوښکو تويولو سره لوستل شوي دي ما د دغه آيتونه ترجمه او د هغه تلاوت دواړه د تاسې لپاره نقل کړل .

وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاء اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ 19 حَتَّى إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 20

ژباړه :او هغه ورځ را ياده کړه چې د الله دوښمنان به ګرد له يوې مخکې اور ته را ټول کړای شي ، چې اور ورته رسيږي نو غوږونه ، سترګې او پوستکي به يې په خپلو کړو عملونو شاهدې ووايي .

وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 21

دوی به خپلو پوسکو ته ووايي ولې مو پر مونږ شاهدې وويله ؟ هغوی به ځواب ورکړي چې مونږ هغه الله په خبرو راوستلو چې هر شی په خبرو راوستلي دي او هم يې تاسې لومړی ځل پيدا کړې او خاص د هغه په لور ور ګرځول کيږئ .

وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلاَ أَبْصَارُكُمْ وَلاَ جُلُودُكُمْ وَلَكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لاَ يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ 22

او تاسې خپلې کړنې نه پټولې چې ګڼې غوږونه سترګې او پوستکي به مو درباندې شاهدې ووايي بلکي باور مو وو چې الله ستاسې د ډيرو کارونو څخه خبر نه دی .

وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنْ الْخَاسِرِينَ 23

او ستاسې همدغه ګمان چې پر خپل رب مو کړی وو تاسې يې هلاک کړئ نو ځکه اوس زيانمن شوي ياست .

فَإِن يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُم مِّنَ الْمُعْتَبِينَ 24

نو که اوس هر څه وزغمۍ اور يې ځای دی . او که د خلاصون او عفوې غوښتنه وکړئ نو هم هيڅ به يې ونه منل شي .

وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاء فَزَيَّنُوا لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ 25

او مونږ ورته دوستان ټاکلي وو چې هغوی ورته وړاندې او وروسته هر څه ښايسته او د عذاب هغه خبره پرې ثابته او پخه شوه چې له دوی نه د وړاندې پيريانو او انسانانو په هکله را روانه وه . په رښتيا چې هغوی زيانمن وو .

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ 26

او وايي به هغه کسان چې کافران شوي چې قرآن ته غوږ مه ږدئ بلکي د لوستلو په وخت کې خپل آواز اوچت کړئ ښايي چې تاسې غلب شئ .

فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ 27

مونږ به کافرانو ته د ډير سخت عذاب خوند ور وڅکو او د هغو بدو کړنو بدل به هرو مرو ورکړو چې دوی يې کوي .

ذَلِكَ جَزَاء أَعْدَاء اللَّهِ النَّارُ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ جَزَاء بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ 28

د (الله د دوښمنانو ) سزا همدغه اور دی او په همغه کې يې ترتله کور دی ، دا د هغه څه بدل دی چې زمونږ له آيتونو څخه به يې انکار کاوه .

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا الَّذَيْنِ أَضَلاَّنَا مِنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الأَسْفَلِينَ 29

او هلته به کافران ووايي چې زمونږ ربه ! هغه پيريان او انسانان مونږ ته را وښيه چې مونږ يې بې لارې کړي وو . مونږ به يې له خپلو پښو لاندې کړو .

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلاَئِكَةُ أَلاَّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ 30

نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ 31

 ژباړه : يقيناً هغه کسان چې چا ويلي دي چې رب زمونږ الله دی او بيا په همدې خبره ټينګ ولاړ وي نو ملايکې پرې نازليږي ، او ورته وايي به چې مه وېرېږئ او مه غم کوئ او تاسې ته د هغه جنت زېری دی چې له تاسې سره يې وعده کيدله ، مونږ په دنيا کې ستاسې دوستان يو او په آخرت هم او په جنت کې به تاسې ته ټول هغه څيزونه وي چې تاسې يې هيله وکړئ او ټول هغه څه به مو په مخکې وي چې تاسې يې وغواړئ .

نُزُلاً مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ 32

مېلمستيا ده له جانبه د (هغه الله ) چې بخښونکی او مهربان دی .

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ 33

او له هغه چا نه به ښه خبره د چا وي چې د الله په لور يې بلنه کړې نيکي يې کړې او ويلې يې وي چې زه له مسلمانانو څخه يم ؟

سوره فصلت ۳۳-۱۹ ) .)

نو ای زما وروڼو او خويندو ! تاسې ولی د تاسې سختې ورځې او سخطرناکې پایلې څخه نه وېرېرئ ؟

ګرانه ! هغه ورځ په ياد لره او نن يې چاره وکړه او ياد کې يې خپلې اوښکې تويې کړه .

ای ربه ! پر مونږ ټولو رحم وکړي

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً