په رمضان کې د وتر لمونځ په جماعت سره کولو دليل څه دی ؟

اسلام علیکم زما سوال دا دی چه د وترو واجب لمونځ ولی په عام وختونو کی په انفرادی ډول کیژی او په تراویحو کښی په امام پسی کیژی. پدی اړه می ډیره زیاته پلټنه وکړه مګر صحیح ځواب می ندی ترلاسه کړی. تاسی څخه می دا زما لومړی سوال دی امید لرم جی د قران او حدیث په رڼا کی راته ځواب راکړی. وسلام

خاليد ظريفي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په رمضان المبارک کې د وتر لمونځ په جماعت سره ادا کول په اتفاق د فقهاؤ جايز دي په صحيحينو کې د ابن مسعود رضی الله عنه روايت دی چې : هغه په جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې قيام اليل په جماعت سره ادا کړی دی او همدارنګه په موطا امام مالک کې د ابن عباس او حذيفه رضی الله عنهم څخه روايت دی چې :دوی د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په رمضان کې دوې دري ورځې په جماعت سره لمونځ ادا کړی دی .

د جمهورو فقهاؤ په نزد په رمضان کې د تراويحو وروسته د وتر لمونځ په جماعت سره ادا کول مستحب دي مګر د رمضان څخه بغير عادتاً او الزاماً کول څه ثبوت نه لري.

جاء في الموسوعة الفقهية :

وصرّح الحنفيّة بأنّه يندب فعله حينئذ في المسجد تبعاً للتّراويح، وقال بعضهم‏:‏ بل يسنّ أن يكون الوتر في المنزل‏.‏ قال في الفتاوى الهنديّة‏:‏ هذا هو المختار‏.‏

ينصّ الشّافعيّة والحنابلة على أنّه لا يسنّ أن يصلّى الوتر في جماعة، لكن تندب الجماعة في الوتر الّذي يكون عقب التّراويح، تبعاً لها‏.‏

وقال المالكيّة‏:‏ يندب فعلها في البيوت ولو جماعةً إن لم تعطّل المساجد عن صلاتها بها جماعةً‏.‏ وعلّلوا أفضليّة الانفراد بالسّلامة من الرّياء، ولا يسلم منه إلاّ إذا صلّى وحده في بيته‏.‏

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. الله پاک د ډیر عمر او روغ صحت درکړی ډیره مننه!

اترك تعليقاً