اهل الأمان (مستأمنين کفار)

مستأمن کافر هغه حربي کافر ته وايي چې مؤقتاً د اسلام په خاوره کې امن اخلي د اسلامي حکومت په اجازه د اسلام خاورې ته داخليږي ، کله چې داخل شي مستأمن د اسلام خاورې ته تر يو کال به کم وخت تيروي که کال پوره کوي يا تر کال زيات وخت تيرول غواړي نو هغه د ذمي حکم لري د هغه څخه به جزيه اخيستل کيږي .

جاء في البحر الرائق: وإذا دخل الحربِي إلينا مستأمنًا لم يُمكَّن أن يقيم في دارنا سنة، ويقول له الإمام: إن أقمت تمام السنة وضعتُ عليك الجزية .

الهداية شرح البداية للمرغيناني (1/221)، والبحر الرائق لابن نجيم (7/95)بدائع الصنائع (7/106).

د مستأمين کافر اقسام :

مستأمن کافر څلور اقسام لرلای شي :

الف ): رسل ( د کفارو کوم هئيت ) .

ب ) : تجار ، چې د تجارت لپاره د اسلام خاورې ته د اسلامي حکومت په اجازه داخل شي .

ج ) : کارکوونکی او مزدور ، چې د څه کار او مزدورۍ د پاره داخل شي .

د ) :د اسلام خاورې ته د سياحت ، درملنې او تعليم د پاره د اسلامي حکومت په اجازه دا خليدل .

د پورته څلورو قسمونو څخه علاوه د جاسوسۍ ، کفري تبليغ ، او نورو ناوړه اهدافو د پاره هغه هيڅ امن نشته او نه هم هغه ته د امن ورکول جايز دي همدارنګه هيڅ کافر نشي کولای چې د اسلام خاورې ته مسلحانه داخل شي ، د اسلام خاورې د مسلحانه کافر ننوتل د جنګ معنی لري د هغه سر او مال مباح او وژل يې فرض دي .

پر مستأمن کافر د اسلامي شريعت حکم عملي کيږي :

پر مستأمن کافر به د اسلام ټول مالي ، اقصادي او د معاملاتو قوانين جاري کيږي او د هغه سره به ټول معاملات په شرعي ضوابتو برابر وي کوم معاملات چې په شريعت کې حرام دي لکه سود ، فساد او فحشاء خرول هغه ته به نه پرېښودل کيږي . که په کوم مسلمان باندې تيری وکړي د اسلامي قانون موافق سزا به ورکول کيږي .

د مستأمن کافر حکم :

د ذمي ، معاهد او مستأمن کافرو همدا حکم دی که پر تړون ولاړ ووسي د هغوی سر او مال په امن دی او که تړون مات کړي د هغوی د سر او مال هيڅ امان نشته .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ ، أَلاَ تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّواْ بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُم بَدَؤُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤُمِنِينَ (التوبه ۱۲-۱۳ ) .

ژباړه : او که ورورسته پر خپلو قسمونو ور وختل او د تاسې په دين يې عيبونه ولګول نو د کفر له مشرکانو سره وجنګيږئ ځکه چې قسمونو او تړونونه د هغوی پر وړاندې هيڅ ارزښت نه لري کيدای شي چې په دې توګه لاس واخلي . له هغه قوم سره ولی نه جنګيږئ ؟ چې پر خپلو قسمونو ور ختلي او د رسول د ويستلو هڅه يې لا پخوا کړی او اوس هم لومړی والی هغوی کړی . آيا تاسې ترې ډاريږئ ؟ نو که تاسې رښتني مؤمنان ياست نو الله ددې وړ دی چې بايد تر هر چا ترې ډير وډارشئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً