عمره کوونکو ته د تقصير (ويښتانو کمولو ) په باره کې مهم خبرداری

حلق او تقصير (د سر خريل او د ويښتانو کمول ) په حج او عمره کې په اتفاق د فقهاؤ واجب دي .

جاء في موسوعة الفقهية :

حلق شعر الرأس أو تقصيره واجبٌ من واجبات الحج والعمرة، وهو مذهب جمهور الفقهاء من الحنفية ، والمالكية ، والحنابلة

عمره کوونکي به د احرام تړلو ، طواف او سعی ادا کولو وروسته به حلق او تقصير کوي يعنې خپل سر به خريي او يا به خپل ويښتان کموي .

مګر اکثره حجاجو ته دا معلومه نه وي چې د ويښتانو څومره اندازه کمه شي .

مثلاً يو حاجي څلور يا پنځه ځله عمره ادا کوي او په هر ځل باندې د ماشين په ذريعه باندې لږ لږ خپل ويښتان کموي حال دا چې ويښتان به يې تر يوې ګوتې يا د ګوتې د مفصل يا بند څخه کم وي چې په دې سره په حاجي باندې دم لازميږي .

د احنافو په نزد واجب ده چې د يوې ګوتې يا ګوتې د بند په اندازه ويښتان کم شي کچېرې ويښتان دومره کوچني وي چې د ګوتې په اندازه نه کميږي نو خريل يې واجب دي او کچېرې سر مخکې خريل شوی وي نو په هغه باندې د پاکي کش کول لازم دي .

جاء في فقه الاسلامي و ادله لدکتور زحيلي :

وأوجب الحنفية ما يزيد على قدر الأنملة، حتى يحقق التقصير من جميع الشعر، ويتيقن من استيفاء قدر الواجب، فيخرج عن العهدة بيقين.

د نارينه د پاره د ويښتانو تر کمولو خريل غوره دي په دليل د دغه حديث شريف :

ابن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل :اللهم ارحم المحلقين. قال في الرابعة: والمقصرين)) متفق عليه )

يعنې : ای الله ! په سر خريوونکو رحم وکړې دری ځله يې دا دعا وکړه په څلورم ځل يې وويل : ای الله په ويښتانو کمونکو رحم وکړې .

او د ښځې د پاره يوازې د يوې ګوتې په اندازه د ويښتانو کمول دي په دليل د دغه حديث شريف :

. ليس على النساء حلق، وإنما عليهن التقصير (ابوداود و بيهقي )

يعنې : په ښځو باندې د سر خريل نشته بلکي هغوی لره د ويښتانو کمول دي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً