آرايشګاه ته د مسلمانې ښځې تلل جايز دي که نه ؟

د اسلامي لارښود چلونکو او ليدونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم ، په پوره واقعيت سره چې لوی کار مو پيل کړی دی او د ټولنې د اصلاح د پاره مو ستر خدمت ته مټې پورته کړي دي الله مو کامياب لره .

زه يو پوښتنه لرم هغه دا چې آرايشګاه ته د مسلمانې ښځې تلل جايز او که نه ؟

عبدالله – کابل افغانستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

آرايشګاه ته د مسلمانې ښځې تلل جايز نه دي .

آرايشګاه د فساد مرکز او د قبيحو افعالو ورکشاپ بلل کيږي آرايشګاه ته د مسلمانې ښځې تلل په لاندې دلائلو جواز نه لري :

۱- په آرايګاه کې د شريعت خلاف سينګار تر سره کيږي لکه : د ورځو جوړول ، د سر د ويښتانو قيچي کول ، د نيمه بربنډو جامو سينګار ، د سر جالی او داسې نور …….. چې دا ټول حرام دی ، الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ارايشګاه واله او هغه ښځه چې ارايشګاه ته ورځي لعنت استولی دی :

 لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .

الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای جل جلا له په خلقت کې تغير راولې .

همدارنګه فرمايي : نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم  ان تحلق المراة راسها. تفصيل دلته وګورئ

۲- ښځه به پخپل کور کې د خپل خاوند د پاره ارايش او سينګار کوي ، نه د خپل کور څخه بهر نه د بيګانه خلکو د پاره ځکه داسې کول تبرج دی او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی :

له أبوهريره رضي الله عنه روايت دی چه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ويل للنساء من الأحمرين الذهب والمعصفر» (أخرجه ابن حبان والبيهقي في شعب الإيمان).

زيان او هلاکت دی هغو ښځو لره چې (دوه سره څيزونه ) لکه : زيورات او خوشبويي بيګانه خلکو ته ښکاره کوي.

أبو موسى أشعري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا استعطرت المرأة فمرت على القوم ليجدوا ريحها فهي كذا وكذا، قال قولاً شديداً، وفي لفظ: فهي زانية» (حسن صحيح أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي ).

کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .

فضاله بن عبيد رضي الله عنه څخه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم) .

د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی ) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي ، او هغه ميځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلی وي او په همدې حالت کې مړه شي ، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي ) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسان عذاب درناک او سخت دی .

تبرج : بيګانه خلکو ته د سيګار ښکارول .

 ۳- د خپل کور نه بهر بل ځای کې د جامو ايستل او بدلول :

 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :: «أيما امرأة وضعت ثيابها في غير بيت زوجها فقد هتكت ستر ما بينها وبين الله» (صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه).

هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او خدای جل جلاله تر منځ پرده څيرې کړی ده .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً