په بانک کې د پيسو ساتل

د اسلامی لارښود چلونکو اسلام علیکم ورحمته االله وبرکاته روغ صحت مو غواړم: زه یو پوښتنه لرم د بانکی حساب په باره زه په AIB بانک کې جاری حساب لرم غواړم خپله سرمایه موپکې وساتم بدون دکومې فایدېدا څه حکم لري ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

پخپله جايري حساب کې څه مشکل نشته .

که بانک یې په مقابل کې څه اجره اخلي نو د امانت په ساتلو اجره اخيستل روا دي (اسلامې فقه ص 713).

ولې که بانک په سود او قمار لړل شوی وي په داسې بانک کې د پيسو جمع کول د سودی اداری سره امداد دی او داسې کول جايز نه ديلقول الله تعالی : وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ( المائدة الآية 2) .

کچيرې د پيسو په سانته ،انتقال يا په مجموع کې د سر او مال او غلا خطر وي او کومه بله لاره نه وي نو بيا په داسې بانک کې د پيسوجمع کول باک نه لري ځکه چې نيت سود نه وي بلکی د پيسو ساتل وي (جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱– فتاوي علماء البلدالحرام مکة المکرمة ) .

همدارنګه اللجنة الدائمة ليکي :

فلا يجوز أن يضعها فيه؛ لما في ذلك من إعانة أصحاب البنوك على استعمالها في الربا، وقد قال تعالى: ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) سورة المائدة الآية 2 ، وإن دعت إلى ذلك ضرورة فلا نعلم في ذلك بأسا إن شاء الله.
وأما بالنسبة لتحويل النقود من بنك لآخر ولو بمقابل زائد يأخذه البنك المحول فجائز؛ لأن الزيادة التي يأخذها البنك أجرة له مقابل عملية التحويل ” انتهى .)
إذا دعت الضرورة إلى الحفظ عن طريق البنوك الربوية فلا حرج في ذلك إن شاء الله ؛ لقوله سبحانه : ( وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ) ولا شك أن التحويل عن طريقها من الضرورات العامة في هذا العصر .

(فتاوى اللجنة الدائمة” (13/369  ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً