که څوک سهواً د حيض په حالت جماع وکړي

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ګرانه زه یو سوال لرم هغه داچې که له چانه په سهوه کې جماع د حیض په حالت کې وشي یعنې دښځې هم دا فکر وي چې حیض مې ختم شو وروسته بیا چې کله جماع وشي نو نر یعنې سړي ته پته لګیږي چې دا خو نده ختم ځکه بې ادبي معاف وینه معلومیږي پهډیرې بخنې سره دا څه حکم لري مننه الله تعالې د اجرونه درته په نصیب کړي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې د حيض او نفاس په موده کې له ښځې سره جماع کول حرام دي لقوله تعالی : ( فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ ) البقرة/222 يعنې د ښځو څخه د مياشتني عادت په موده کې ځان لرې وساتئ او څو چې دوی ښي پاک شي ور ته مه نږدې کيږئ .

که په ناخبرﺉ له چا څخه داسې خطا وشي نو په اخلاص سره دې توبه وباسي او صدقه دې ورکړي ، د صدقې اندازه يو دينار يا نيم دينار دی .

د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی که څوک د حيض په وخت کې مقاربت وکړي بايد « يَتَصَدَّقُ بِدِينَارٍ أَوْ بِنِصْفِ دِينَارٍ » (يو دينار يا نيم دينار به صدقه کړي )  رواه أحمد (1/229، 312 )، و أبو داود(264 ، 2168 )، و الترمذي (137) بنحوه. و النسائي (290)،و ابن ماجه (640).

هر دينار له يو طلايي مثقال سره برابر دی .

يو مثقال 4.25 ګرامه او نيم مثقال 2.125 ګرامه کيږي که نیم دينار وټاکو او د سرو رزو د يوه ګرام قيمت 2200 افغانۍ فرض کړو نو 2.125×2200 به مساوي شي په 4675 افغانۍ کيږي ، دا پيسی به په مسکينانو او فقيرانو وويشي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً