د زکات په بدل کې امامت کول څنګه دي ؟

زما پوشتنه داده چی زموژ د جومات ملا امام دجماعت لمونځ مونږ ته د زکات په بدل کی را کوي د د ی ډول عمل په اړه د شریعت حکم څنگه دی ښه یی واضح کړئ .

رحمت الله مبين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات په اجرت کې ورکول جايز نه دي که څه هم د امامت اجرت وي .(تنوير و شرحه:2/4 كفاية المفتي:4/294)

ځکه قرآنکريم د زکات او صدقاتو د مصرف ځايونه تعين کړی دي :

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

که امام فقير او د زکات مستحق وي هغه ته د فقير او مستحق په نيت د امامت د اجرت څخه علاوه زکات يا سرسايه ورکول جايز دي .

په اکثره مناطقو کې امامانو ته د امامت د اجرت په بدل کي عشر يا زکات ورکوي ، يا د تراويح د امامت په بدل کي فديه ورکوي ، په دغه شان نه زکات ادا کيږي او نه هم امام ته دغه مال حلال دی بلکي هغه ته د دغه مال اخيستل حرام دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۶۶ او مجالس حکيم امت اشرف علي تهانوي – عنوان په زکات کې حېلې جوړول ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 210 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً