د تراويح تنها ادا کول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمته وبرکاته

تراویح تنهاکول څنګه دي – خيال محمد بختيار

ځواب 

بسم الله الرحمن الرحيم

تراويح په جماعت سره ادا کول د احنافو په نزد سنت مؤکد دي او جماعت سره ادا کول زيات فضيلت لري مسلمان بايد دا ستر فضيلت له لاسه ور نه کړي .

په دې مياشت کې د تراويحو لمونځ په جماعت سره داسې ثواب لري لکه ټوله شپه يې چې په عبادت کولو رڼه کړی وي په دليل د دغه حديث شريف : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من قام مع الإمام حتى ينصرف كتب له قيام ليلة ( رواه النسايي ، ابن ماجه او ترمذي ) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

قال صلى الله عليه وسلم : ” ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2008 ) ومسلم ( 174 )

او همدارنګه فرمايي : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً