په ناروی کې روژه څنګه ونيسو ؟

السلام عليکم ، زه پوښتنه لرم هغه دا چې دلته په ناوری کې لمر تر ډيره ناوخته پورې وي يعنې تر ۱۱ بجو پورې وي او د شپې ۱ نيمه بجه راخيږي نو دلته بيا ځنې خلک د سعودي پر وخت روژه نیسي نو د سعودي په وخت صحي راځي او که نه ؟ او وايي مونږ ته چا فتوی راکړی ده .

ګل محمد – ناروی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا د ځنو پخوانيو فقهاؤ نظر ؤ چې کوم ځای چې په هغه کې ورځې ډيرې اوږدې دی هغوی ته د سعودی په وخت روژه نيول جايز دی ( محمود الفتاوی ) .

مګر د جمهورو معاصرو فقهاؤ قول دا دی چې روژه به د هر ځای د لمر ختلو او لمر لوېدو سره نيول کيږي که ورځ اوږده وي يا لنډه په دليل د دغه آيت شريف :وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ (البقره ۱۸۷ ) .

ژباړه : او خورئ او څښئ تاسې څو پورې چې ښکاره شي تاسې ته تار سپين له تاره توره له سبا ځنې ( سپيده داغ ) بيا پوره کړئ تاسې روژه تر شپې پورې .

يعنې : روژه له سپيده داغه شروع تر ماښام ( لمر لوېدو ) پورې نيول کيږي .

فتاوی الشريعة – فتاوی الاسلام سوال جوال – المرکز الفتاوی الاسلام ويب

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً