آيا بيګانه ښځو ته کتل روژې ته نقصان رسوي ؟

سلام علیکم ورورجانه روژه د مبارکه شه زه یوه پوشتنه لرم هغه دا چی زه اوس مهال هندوستان کی ژوند کوم او دلته چی دی دا ښځی بیخی بیحیا ګرزی یعنی نیم لوڅی بدن ګرزی او زه دلته پوهنتون کی ورسره هم یم ایا دوی ته کتل روژی ته سه زیان رسوی اوکه نه

سمسور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

بيګانه ښځو ته هر وخت کتل حرام دي . لقوله سبحانه وتعالی : قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ (النور ۳۰ ) .

مؤمنانو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې ( د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي)

په روژه کې له حرامو امورو او منکراتو څخه ځان ساتل په کار دي ځکه د روژې يو هدف د تقوی اختيارول او د ګناه څخه ځان ساتل دي لقوله سبحانه و تعالی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ) البقرة/183) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! فرض کړی شوي ده په تاسې باندې روژه لکه چغ فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چغ پخوا له تاسې څخه وو ، لپاره ددې چې تاسې ځان وساتي (پرهيزګاران شئ ) .

په روژه له ګناهونو څخه ځان نه ساتل روژې ته نقص رسوي ځکه د روژې ثواب کموي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري)

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی د ده د خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 53 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً