په خور او لور باندې د ولور اخيستل څنګه دي ؟

سلام صبغت الله دلوگرنه ولوراخیستل څنگه ده (دپیسوپه بدل کی خپل لورپه ۵لاکه۶لاکه روپی ورکوی داگناه لری اوکه نه

ضبغت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مهر چې په عامه اصطلاح کې ور ته ولور وايي  مطلق د ښځې حق دی د هغې پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي لقوله سبحانه تعالی :وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة:

ژباړه : او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ.

که ښځه خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی لقوله سبحانه و تعالی : فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا (النسآء ۴) .

ژباړه :البته که هغوی  په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .

نور تفصيل دلته وګورئ :

https://dawat610.com/archives/2276

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً