د رجب او شعبان په مياشتو کې عبادت څه فضليت لري ؟

بنده در سویدن زندگی می کنم میخواهم برای بنده در باره فضیات ماه مبارک رجب و شعبان و اینکه کدام اعمال و اذکاردر این ماه ها اجرا شود معلومات بدهید

عبدالوحيد ايوبي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د رجب مياشت د حرامو مياشتو څخه ده . حرامې مياشتې څلور دي چې عبارت دي له : ((رجب و ذوالقعده و ذوالحجه و محرم)

په دې دليل ورته حرامې مياشتې ويل کيږي چې :

۱- په دغو مياشتو کې جنګ کول حرام دي مګر دا چې دوښمن حمله وکړي او جنګ پيل کړي .

۲- په دې مياشتو کې جرم او حرام کارونه کول د الله تعالی په نزد نظر نورو مياشتو ته يې ګناه زياته ده .

په تفسير انوار القرآن کې د حرامو مياشتو حکمت دا بيان شوی دی چې : د ذوالقعدې مياشت د حج د مياشتو د شروع څخه مخکې حرام شوې ده ځکه چې خلک له جنګ څخه لاس واخلي او د حج د سفر د پاره زمينه برابره شي .

مګر د رجب په مياشت کې د عبادت کولو څه خاص فضيلت نه دی ذکر شوی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په حرامو مياشتو کې د روژې نيولو فضيلت بيان کړی چې د رجب د پاره څه خاصوالی نه لري ، د په رجب کې چې د روژې نيولو کوم احاديث ځنې کتابونو نقل کړی دی ، اشد ضعيف او يا موضوع دي

مثلاً لاندې حديث موضوع دی :

«إن شهر رجب عظیم، من صام منه یوما کتب الله له صوم ألف سنة ومن صام یومین کتب له صیام ألفی سنة، ومن صام ثلاثة أیام کتب له صیام ثلاثة آلاف سنة، ……». الموضوعات 2/84، 85.

يعنې : په رښتيا چې د رجب مياشت لويه مياشت ده ، او هر چا چې د هغه يو ورځ روژه ونيوله الله تعالی هغه ته د زرو کالو ثواب ليکي او څوک چې د هغه دوې ورځې روژه نيسي د دوو زرو کالو ثواب ليکي او چا چې دری ورځې روژه ونيوه د دريو زرو کالو ثواب ورته ليکي ……..

په شعبان کې د عبادت فضائل :

د شعبان په مياشت کې د روژې نيول فضيلت لري .

أخرج الإمام أحمد والنسائي (2) من حديث أسامة بن زيد. قال: لم يكن النبي [  ] صلى الله عليه وسلم يصوم من الشهور ما يصوم من شعبان. فقلت: يا رسول الله، لم أرك تصوم من الشهور ما تصوم من شعبان؟ قال: “ذاك شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان، وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين -عز وجل- فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم

اسامه بن زيد رضی الله عنه وايي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په بله کومه مياشته دومره روژې نه نيولې لکه د شعبان په مياشت کې ، هغه ته مې وويل ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! تاسې په بله مياشت دومره روژې نه نيسئ لکه په شعبان کې ؟ ويې فرمايل : د رجب او رمضان په مينځ کې (شعبان ) نه خلک غافله وي او دا داسې مياشت چې په دې مياشت کې اعمال د رب العالمين طرف ته پورته کيږي نو زه دا خوښوم چې زما عمل پورته شي او زه روژه نيونکی وم .

( احمد او نسايي )

أخرج الإمام أحمد والنسائي (2) من حديث أسامة بن زيد. قال: لم يكن النبي [  ] صلى الله عليه وسلم يصوم من الشهور ما يصوم من شعبان. فقلت: يا رسول الله، لم أرك تصوم من الشهور ما تصوم من شعبان؟ قال: “ذاك شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان، وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين -عز وجل- فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم

همدارنګه د عايشې رضی الله عنها نه روايت دی : (ما رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم استکمل صیام شهر قط إلا شهر رمضان، و ما رأیته فی شهر أکثر منه صیاما فی شعبان)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم مې نه دی ليدلی چې کامله مياشت يې روژه نيولې مګر د رمضان مياشت او هغه مې نه دی ليدلی چې کومه بله مياشت کې دومره زياتې روژې نيولې وي لکه په شعبان کې

متفق عليه

مګر د شعبان په پنځلسمه شپه يا شب برات باندې ډير بدعتونه په خلکو کې مروج دي چې د هغه څخه ځان ساتل په کار دي تفصيل دلته وګورئ :

 

https://dawat610.com/archives/5097

https://dawat610.com/archives/7093

 

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً