د ضرورت په وخت کې د ښځې وتل له کور څخه

اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته
ګرانه په اوسنی شرایطو کی چی فحشا خپل اخری حد ته رسیدلی ده د ښځی وتل له کور څخه د زده کړی لپاره جواز لری او یا هم بازار ته د سودا اخستلو لپاره پکار دی او کنه

شفيق الله .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ضرورت په وخت کې د کور نه وتل د اسلامې حجاب سره جايز دي :

عائشه –رضي الله عنها- له رسول الله صلى الله عليه وسلم- څخه روايت کوي  چه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «قد أُذن أن تخرجن في حاجتكن» (متفق عليه).

د ضرورت د پاره تاسې ته د کور نه د باندې وتلو اجازت شته .

اسلامي حجاب به مراعاتوي ، د وتلو په وخت کې به خوشبويي نه وهي ځکه په بيګانه خلکو يې بوی لګيږي او خپل زينت او سينګار به بيګانه خلکو ته نه ښکاره کوي :

ـ أبو موسى أشعري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا استعطرت المرأة فمرت على القوم ليجدوا ريحها فهي كذا وكذا، قال قولاً شديداً، وفي لفظ: فهي زانية» (حسن صحيح أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي).

کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .

له أبوهريره رضي الله عنه روايت دی چه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ويل للنساء من الأحمرين الذهب والمعصفر» (أخرجه ابن حبان والبيهقي في شعب الإيمان).

زيان او هلاکت دی هغو ښځو لره چې (دوه سره څيزونه ) لکه : زيورات او خوشبويي بيګانه خلکو ته ښکاره کوي.

د ښځو د زده کړي په اړه بيان دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/4855

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً