د بريتانيا دريو مدرسو په خپلو زده کونکو نقاب اغوستل الزامې کړل

د اخبار جهان اسلام د خبري راپور او د المسلم په حواله :  يوې انګليسی ورځپاڼې د يک شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بريتانيا کې موجود دريو مدرسو په خپلو زده کونکو د نقاب تړل الزامي کړل .
دغه ورځپاڼه ليکي : د مجلس ډيرو نمايندګانو په دغه کار انتقاد وکړ او دا اقدام يې سياسي او د زده کونکو د دوماغ مينځلو او د هغوی له ټولنې نه د لري کولو پلان وباله .
د تلګراف ورځپاڼه ليکي : دغه دری مدرسې عبارت دي له : د لندن په شرق کې د نجونو اجتماعي مدرسه ، په لانکسر کې د کوثر مدرسه او په ليسر کې د نجونو اکادمې .
دغه ورځپاڼه زياتوي : دغو مدارسو وروسته له هغه چې خپلو زده کونکو ته يې يو ډول جامې انتخاب کړې ، د زده کونکو د پاره يې د نقاب (مخ پټول ) د مدرسې په داخل او بهر کې الزامي وګرځول .
دا دری مدرسې هغه خاصې علمي موسسې دي چې د 11 نه تر 18 کالو نجونې قبلوي او د دغو مدرسو يوه سايټ د داخلی په شرايطو کې يو شرط د لباس ليکلې دی چې زده کونکی به د اسلامې شريعت مطابق لباس اغوندې دغه لباس تشکيل دی له برقع (چادري ) او نقاب ( د مخ پټولو پرده ) څخه .
دا مدرسې په يوه ارپايې هيواد کې دي په کوم چې له 2 ميليونو زيات مسلمانان لري دا په داسې حال کې دي چې د ارپا په ځنو هيوادونو کې په عمومې ځايونو کې د نقاب اغوستل ممنوع دي .
ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email