د څو کلونو د روژې قضايي

ډیرو محترمو وروڼو السلأم علیکم و رحمته الله و برکاه!
ستاسی له ګټورو معلوماتو څخه ډیره مننه.
خدای (ج) دی تاسی ته په دتیا او آخرت کی
اجر درکری.
زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چه ما پخوا څو کاله پرله پسی روژه خوړلی ده  دی شرعی عذر په اساس خو د هغه روژو قضایي ما تر اوسه نده راوړی .آیا زه اوس  کولأی شم
د هغو ټولو روژو قضایي راوړم او که نه؟ شرعی حکم پدی حصه کی څه دی؟ د الله په امان اوسی

بشارت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې د شرعي عذر له مخې مو روژه نه ده نيولې نو اوس چې عذر لری شوی پر تاسې باندې د قضايي واجبه ده .

عذر لکه : لکه : سفر ، مرض ، حيض او نفاس د رمضان روژه قضا شي نو په هغه باندې د قضايي ګرځول واجب دي . لقوله سبحانه وتعالی : فمن كان منكم مريضًا أو على سفر فعدة من أيام أخر (البقره ۱۸۴ ) .

مستحب دا ده چې د عذر له ختميدو وروسته قضايي ادا شي او د بل رمضان تر راتګه پورې قضايي راوړل شي خو د هغه څخه وروسته کول يې په کار نه دي ځکه چې په دنيا کې د اوسيده نيټه نه ده معلومه .

او تاسې بايد دغه قضايي ادا کړئ .

لکن که چا د مرګ تر وخته پورې عذر لری نشو په هغه باندې قضايي نشته ځکه دی (أيام أخر) ته ونه رسيدو .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً