د دريو مياشتو مخکې بچي لرې کولو سزا

آن لاین اسلامی لارښود چلوونکو سلامونه او احترمات می ومنی،
زما یو سوال دی هغه دا چی ما کوزده کړی وه او خاوند می هم د خپلوانو د کورنیو څخه وو د کوزدی وروسته مو تګ او راتګ هم کیدی خو د واده نه مخکی زما د خپل خاوند څخه کوچنی په نس سو او حال داچی پښه خلاص مو هم نه وو کړی خو کله چی کوچنی ددو میاشتو نږدی کیدی ما هغه حمل ځایع کړی ځکه یو خو می لا واده ته ډیر وخت پاته وو او بل داچی د کورنی او نورو دوستانو څخه هم بیریدم او هم شرمیدم که چیری زما دپلار پر کور کوچنی پیدا سوی وای، اوس ډیر په تشویش کښی چی پر ماباندی دشریعت لخوا کوم کار کول شته او کنه او ما اوریدلی دی چی کوچنی ددرو میاشتو څخه کم وی حمل ځایع کول یی کوم کفاره نلری خو زه
نه پوهیږم. نو ګران مولوی صاحب ستاسو څخه می دا هیله ده چی پوښته می په پوره تفصل سره راته بیان کړی ځکه زه ډیره په تشویش کښی یم، الله پاک ج دی جنتی کړه.
شکریه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حمل لری کول د ژوند د آثارو له پيدا کيدو وروسته حرام دی لکن د ژوند د آثارو له پيدا کيدو مخکې هم ناجايز دی ځکه په حمل کې چې تر څو پورې روح نه وي نو هغه د بدن يوه حصه وي څرنګه چې د چا قتل او يا د اندام پريکول حرام دي دا رنګه د خپل جسم څه حصه پريکول هم نا جايز دي (فتاوی قاضی خان نقل فې فقه اسلامی ص ۸۶۸ ) .

د څلورو مياشتو مخکې هم د حمل لرې کول حرام دي :

علماء الجنة الدائمة او البدالحرام ليکي :

د حمل لرې کول چې کله په کلکه وينه او يا د غوښې په ټوټه بدل شي جايز نه دی ،مګر په هغه صورت کې چې يوه باوري طبي کميټه یې تأييد کړي چې د حمل موجوديت د مور د ژوند د پاره خطر وي ، په دې صورت کې يې لرې کول جايز دي مګر بايد ټول وسايل او امکانات د هغه خطر د دفع لپاره وکارول شي که يې ځواب ورنه کړ په آخر کې به د اسقاط حمل اقدام کيږي .

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية و الافتاء

من كتاب(الفتاوي المتعلقة بالطب…)ص(280)

پوره تفصيل دلته وګورئ  https://dawat610.com/archives/319

تاسې د عار او شرم له کبله په ناحقه او قصدي توګه جنين قتل کړی دی چې يو ظالمانه عمل او سخته ګناه ده .

الله سبحانه وتعالی ته په ډير اخلاص توبه وباسئ او هغه جل جلاله ته د پښېمانتيا عاجزانه اوښکې تويې کړی هغه خو توبه قبلونکی او بښونکی څښن (جل جلاله ) دی .

نور په تاسې باندې کفاره او ديت نشته ځکه چې جنين د څلورو مياشتو کم عمره دی .

جاء فی الفتاوی اللجنة الدائمة :

إن كان الجنين الذي أسقطته قد تم له أربعة أشهر فإنها قد أتت معصية عظيمة، وعليها التوبة إلى الله سبحانه من ذلك، وعدم العود إلى مثله، وعليها دفع الدية إلى الورثة إن طلبوها، وهي غرة عبد أو أمة، قيمتها عشر دية المرأة، وليس عليها كفارة؛ لأنها متعمدة قتل الجنين، أما إن كان الجنين لم يبلغ أربعة أشهر فقد فعلت محرما يجب عليها التوبة منه، وأن لا تعود لمثله، وليس عليها دية‏.‏ وبالله التوفيق، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم‏.‏

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

عليك التوبة إلى الله مما فعلت؛ لأن إجهاض الجنين لا يجوز، فقد فعلت محرما، وعليك التوبة إلى الله وإذا كان هذا الجنين لم يتم له أربعة أشهر فليس عليك كفارة، بل عليك التوبة وعدم العودة لمثل هذا الفعل‏.‏ وبالله التوفيق، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم‏.‏

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً