انشآء الله ليکل صحي نه دي

په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم هیله ده چی جوړ روغ او د صحت په جامو کی پټ یاست.

له یوی نوی لیکنی سره مخامخ شوم چی ویل یی چی انشاالله لیکل سم ندی بلکه ((ان شاالله )) باید ولیکلی شی هیله ده راته سم یی په ګوته کړی څکه مونږ ټول انشاالله لیکو که دا لیکل غلط وی نو تیری لیکلنو کی ګناهګار شوی یو څه وکړو؟

نجیب الله له کابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

انشآء الله ليکل غلط دي ځکه انشاء جوړولو او وضعه کولو ته وايي .

ان شآء الله ليکل صحي دي ځکه ان (که ) او شآء ( خوښه او اراده ) چې پوره معنی يې که د الله خوښه او اراده وه .

په قرآنکريم کې ان شاء الله راغلي دي :

 قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ اللّهُ إِن شَاء وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ (هود ۳۳ ) .

 فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (التوبه ۲۸ )

فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُواْ مِصْرَ إِن شَاء اللّهُ آمِنِينَ (يوسف ۹۹ ) .

که چا ته علم وي او قصداً يې غلط ليکي نو داسې کول ګناه ده او که چا په بې خبرۍ سره داسې ليکلي وي باک نه لري وروسته له دې يې بايد سم وليکي :

ځکه چې الله تعالی فرمايي :

وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (5) احزاب

نشته پر تاسې ګناه په هغه څه کې چې خطا شوی یﺉ تاسې لکن شته ګناه په هغه شي کې چې قصد يې وکړي زړونه ستاسې او دی الله ښه بښونکي او زيات مهربان .

همدارنگه فرمايي : [رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا] (بقره286). اي زمونږ ربه ! مونږ په هيردلو او اشتباه کولو سره مه نيسه

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً