د شهيد او شهيدې درجې سره څه توپير لري ؟

دشهیداوشهيدې درجې سره څه توپير لري .
دان لاین اسلامي  لارښود درنې ویباڼې ډېرو قدرمنو اومعززو  چلوونکوته دزړه له کومې نیکې هیلې اودرناوي وړاندې کوم هیله ده تردې دمه  په خپلو نیکو چاروکې بریالی وئ .
خوښ اوخوشحاله یم چې یوځل بیاله خپلو نیکودوستانو سره  دبرښنایي لیک له لارې اړیکه ټینګوم.
تاسوته یو زحمت درکړم هیله ده،تکلیفونه  مو معاف کړئ،قدرمنو نن سبادمسلمان،کافر،جهاد اونه جهاد خبرې ډېرې ترغوږو کیږي،چې په دې لړ  دشهید او دشهید ددرجوخبرهم دبحث وړ ده،په رښتیاچې شهید ډېرې درجې لري چې دهغو درجو له جملې یوهم په جنت کې دوه اویا حورو دنکاح مسله ده،پوښتنه داده چې  دا دوه  اویا حورې خو دنارینه شهیدلپاره دي دښځينه شهیدې لپاره ددارنګه امتیاز په مقابل کې څه ورکول کیږي ؟

عبدالمتين حميدي

—————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

هو دا په حديث شريف کې راغلی دي چې شهيد لره شپږ خصلتونه شته کوم جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې بيان فرمايلي دي :

 للشهيد عند الله ست خصال: يغفر له في أول دفعة ويرى مقعده من الجنة ويجار من عذاب القبر ويأمن من الفزع الأكبر ويوضع على رأسه تاج الوقار ـ الياقوتة منها خير من الدنيا وما فيها ـ ويزوج من الحور العين ويشفع في سبعين من أقاربه (رواه الترمذی و سلسلة صحيحية ) .

ژباړه : شهيد ته د الله پاک په وړاندې شپږ شيان ورکول کيږي . اول داچې د اولې قطرې وينې سره ورته مغفرت کيږي ، خپل ځای په جنت کې ګورې ، دوهم داچې د قبر د غذاب څخه به محفوظ وي ، دريم دا چې د قيامت د سختۍ او هيبت څخه به په امن وي ، څلورم دا چې د وقار تاج به ور په سر شي (د ايمان لباس به ورواغستل شي ) ، پنځم داچې د غټ سترګو حورو سره به د هغه نکاح کيږي ، شپږم داچې اويا (۷۰ ) کسان خپلوان به دده په سپارښتنه باندې عفوه کيږي .

دوهم :

د نارينه د پاره په جنت کې حوري وي د ښځو د پاره څه وي ؟

مسلمانان په مجموع کې ټول نر اوښځې شامل دي فرق په تقوا کې دی .

د کومو نعمتونو چې له سړيو سره وعده شوي ده د هغې له ښځو سره هم ده .

قوله تعالی : وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا (التوبه ۷۲)

ژباړه : له دغو مؤمنانو نارينه او مؤمنانو ښځو سره الله وعده ده چې دوی  ته به داسې جنتونه ورکړي چې تر هغو لاندې ويالی بهيږي  او دوی به پکې تل اوسيږی .

الله جل جلاله بل ځای فرمايي :

ِانَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (35 الاحزاب ) .

ژباړه : يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې ،رښتني نارينه او رښتنې ښځې ، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې ، تواضع کونکي نارينه او تواضع کونکې ښځې ، خيرات ورکونکي نارينه او خيرات ورکونکې ښځې ، روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکې ښځې ،پاک لمنه نارينه او پاک لمنې ښځې ، او هغه نارينه چه د الله تعالی ذکر زيات کوي او هغه ښځې چې د الله تعالی ذکر زيات کوي  تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) معفرت او لوی اجر (جنت ) .

په جنت کې به ټول جوړی جوړی وي (نر او ښځه ) .

الله جل جلاله فرمايي : وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 25 البقره

له ازواج نه مراد جوړې دي يعنی نر اوښځه په جنت کې به نراوښځې جوړې وي پاکې پاکې

له مطهرة نه مراد جسمې او معنوي پاکې ده جسمی لکه بول،منی اوحيض او معنوي لکه بد اخلاقی ددی نه پاک وي .

لکه تفسيرالطبري چه ليکي : والأزواج جمع زَوْج, وهي امرأة الرجل. يقال: فلانة زَوْجُ فلان وزوجته.

وأما قوله: ” مطهَّرة ” فإن تأويله أنهن طُهِّرن من كل أذًى وقَذًى وريبةٍ, مما يكون في نساء أهل الدنيا، من الحيض والنفاس والغائط والبول والمخاط والبُصاق والمنيّ, وما أشبه ذلك من الأذى والأدناس والريب والمكاره.

ولی په قرآن کې چې واضح دسړيو لپاره حورې ذکر شوی دي

قوله تعالی : حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ  (الرحمن ۷۲)

كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ( ادخان ۵۴)

اصلاً ددې بيان په حکمت باندې الله تعالی ښه عالم دی مونږ  په غيبو ايمان لرو چې په ډیر څه نه پوهيږو .

مګر ځنو علماؤ ددې حکمت داسې بيان کړی دی :

حکمت دادی چې د قرآن هرخبره د انسان له فطرت سره لګي او هره خبره یې له نزاکت او لوړ ادب نه ډکه ده .

ښځه فطرتاً حياناکه ده د ميړه وريادول ورته ښه نه ښکاري اوشرميږي .

لکه په دنيا کې چې رواج دی سړی د ښځې خواستګارۍ ته ورځې او سړي د ښځو په يادولو تشويق کيږي خو ښځې د ميړه په ور يادولو شرميږي .

نور په جنت کې چې کوم نعمتونه دي د نر اوښځې لپاره مساوي دی  لکه  په پورته آيت شريف کې خبره په عمل کې ده چې د چا به ډيرښه وي او دچا به لږ  ښه  وي .

نور په جنت کې هغه څه موجود دي چې څه ته د انسان زړه وشي  اوغواړي يې :

قوله تعالی : “وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُون” (فصلت/31)

ژباړه : او ستاسې لپاره هلته هغه څه شته چې ستاسې نفسونو يې غواړي او تاسې لپاره هغه څه شته چې تاسې يې درخواست وکوئ  .

کوم ښځه چې مخکې له واده وفات شوی وي الله تعالی به د دنيا نه هغې ته يو خاوند تعينوي چې ددې په خوښه به وي ځکه د جنت له نعمتونو يو نعمت د ښځې او نارينه يوځايوالی دی او دغه نعمت په يوازې يو طرف نه تر سره کيږي (فتاوی جامع اهل سنت والجماعت نمر 195 ) .

څيړنه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً