د نوم تغيرول

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
داسلامي لارښود درنو چلونکو علماء کرامو!
په مهربان سره که زما لپاره یو غوره نوم او تخلص غوره کړی.ځکه زمانوم ایام الدین دی. او د غوره نومونو یو لست راولیږی سره د امکان په صورت کی معنا
وسلام

ايام الدين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نومونه په څو برخو ويشل شوی دي غوره نمونه مباح او جايز ، حرام او مکروه :

غوره نومونه : هغه نومونه دي چې په هغه کې د بندګې صفت موجو وي لکه عبدالله ، عبدارحمن ، عبدالخالق …

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (إن أحب أسمائكم إلي الله: عبدالله و عبدالرحمن). يعني: « الله ته خوښ نومونه عبدالله ، عبدالرحمن دي ».( مسلم 2132) .

همدارنګه د پيغمبرانو نومونه ايښودل ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  پخپل زوی باندې ابراهيم نوم ايښی وو .

او همدارنګه د صحابه کرامو رضی الله عنهم نومونه ايښودل چې کولای شو دلته د زبير بن عوام رضی الله عنه نوم د نمونې د پاره ياد کړو چې د بدر نهو تنو شهيدانو پخپلو زامنو باندې د زبير نوم ايښی وو .

مباح نومونه : هغه نومونه دي چې په اړه يې شرعي ممانعت نه وي راغلی .

حرام او مکروه نومونه :

چې د سعودي عربستان جيد عالم محمد صالح المنجد يې په اړه داسې تحقيق کړی دی :

اول حرام نومونه :

الف ) حرام نومونه: ټول هغه نومونه دي چې الله جل جلا له  ته خاص وي لکه : خالق ، ملک الملوک او داسې نور چې دا خاص د الله جل جلا له  صفات دی او په دې قول د ټولو فقهاؤ اتفاق دی .

لکه ابن قيم رحمه الله چې وايي هغه اسماء چې الله جل جلا له  ته خاص دي لکه : الله ، رحمن ، حکم ، احد ، صمد ، خالق ، رازق ، جبار ، اول ، آخر ، باطن ، علام الغيوب …. (تحفة المودود ص ۹۸ ) .

هغه اسماء چې الله جل جلا له  ته خاص دي د حرمت دليل د بخاري شريف دا حديث دی :

 عن أبي هريرة رضي الله عنه – ولفظه في البخاري – قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” أخنى الأسماء يوم القيامة عند الله رجل تسمى ملك الملوك ” . حديث رقم ( 2606 ) ولفظه في صحيح مسلم : ” أغيظ رجل على الله يوم القيامة ، أخبثه واغيظه عليه : رجل كان يسمى ملك الأملاك ، لا ملك إلا الله ” . حديث رقم ( 2143 )

ژباړه : ابي هريره رضی الله عنه  وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د قيامت په ورځ الله جل جلا له  ته بدترين نوم د هغه چا دی چې په ځان يې د پاچانو پاچا يا شاهينشاه نوم ايښودلی وي .

او هغه نومونه چې د الله جل جلا له  او نورو تر مينځ مشترک وي جايز دي لکه علی ، لطيف او بديع .

ب ) : شرکي نومونه : هغه نومونه دي چې په غيرالله باندې دلالت کوي لکه : عبدالعزی ، عبد الکعبه ، عبدالدار ، عبد علی ، عبد الحسين ، عبد المسيح ، عبد الرسول …. نور

وتحرم التسمية بكل اسم معبد مضاف إلى غير الله سبحانه وتعالى كعبد العزى ، وعبد الكعبة ، وعبد الدار ، وعبد علي ، وعبد الحسين ، وعبد المسيح أو عبد فلان … إلخ . حاشية ابن عابدين 5/268 ، ومغني المحتاج 4/295 .

هذا والدليل على تحريم التسمية بكل معبّد مضاف إلى غير الله سبحانه وتعالى ما رواه ابن أبي شيبة عن يزيد بن المقدام بن شريح عن أبيه عن جده هانئ بن يزيد رضي الله عنه قال : ” وفد على النبي صلى الله عليه وسلم قوم ، فسمعهم يسمون : عبد الحجر ، فقال له : ما اسمـك ؟ فقال : عبد الحجر ، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم : إنما أنت عبد الله ” من الموسوعة الفقهية 11/335

مکروه نومونه :

۱-  د کافرانو او فاسيقانو نومونه ايښودل مکروه دي .

زمونږ په زمانه کې د مسلمانانو په منيځ کې اوس دا رواج شروع شوی چې د ارپا ، هند او امريکا او نورو کافرانو نمونه ږدې که دا کار د تقليد او مشابهت په خاطر وي نو کبيره ګناه ده او که د هغوی د اعتقاداتو د خوښۍ او د هغوی سره د مينې او دوستۍ د اظهار په خاطر وي نو دا بيا د ايمان د پاره لوی خطر دی .

۲-  د سندرغاړو ، فلم جوړونو او ټولو هغو کسانو چې لهو لعبو ته خلک بولي ، نومونه ايښودل مکروه دي .

۳-  شهوت پارونکي نومونه ايښودل مکروه دي لکه په نجونو باندې د (کفاتن ) ، ( مغناج ) يعنې جذابه او مينه ناکه  .

۴- : داسې نوم ايښودل مکروه دي چې په ګناه او معصيت باندې دلالت کوي .

۵- د فرعونيانو او جابرينو نومونه ايښودل مکروه دي

۶- د حيوانانو نومونه ايښودل مکروه دي لکه : حمار ، کلب يعنې خر ، سپی او نور .

۷- داسې نومونه ايښودل مکروه دي چې هغه د (الدين ) يا (الأسلام ) سره يو ځای شوی وي لکه : نورالدين ، ايام الدين ، شمس الاسلام ، سيف الاسلام ، ناصر الدين او نور ځکه چې که نومړی کس ددې نامه خلاف وي نو بيا دا د اسلام اهل ته وبال ګرځي .

مثلاً يو کس د دين دوښمن وي خو د ده نوم ناصر الدين وي ، يو کس ستر فاسق وي خو دده نوم سيف الاسلام وي نو دا يوه دواغجنه دعوه او دروغ شول چې د داسې نومونه په اړه د ځنې فقهاؤ نظر تحريم او د ځنو کراهيت دی.

۸- د شيطانانو نومونه ايښودل حرام دي لکه : ابليس ، خنزب …. او همدارنګه د بوتانو نمونه ايښودل حرام دي  لکه څنګه چې په سنتو کې ددې نومونو د تغير روايات ثابت شوی دي .

۹- او ځنو علماء د ملائکو نومونه ايښودل مکروه بولې په خاص توګه د ښځو د پاره د ملائکو نومونه غوره کول (وكره جماعة من العلماء التسمي بأسماء الملائكة عليهم السلام . أما تسمية النساء بأسماء الملائكة ، فظاهره الحرمة ، لأن فيها مضاهاة للمشركين في جعلهم الملائكة بنات الله ، تعالى الله عن قولهم ).

۱۰- ځنې علماء د قرآنکريم د سورتونو نمونه ايښودل مکروه بولي لکه : طه ، يس ، حم مګر د ځنو علماؤ نظر بيا دا دی چې باک نه لري لکه : طه ، ياسين او نور د دوی دليل دا دی چې په دې اړه د منع کوم شرعي دليل وجود نه لري .

۱۱- داسې نومونه ايښودل چې په هغه کې د پاکۍ او صفت مبالغه وي (الأسماء التي تحمل تزكية مثل : بّرة وتقي وعابد … ينظر تحفة المودود لابن القيم وتسمية المولود) .

 والله اعلم .

غوره نمونه همغه دي کوم چې په حديث شريف کې ذکر شوی دي چې د الله نوم ور سره
وي ځکه د بندګۍ صفت په کې موجود دی لکه : عبدالله ، عبدالحمن ، عبدالخالق ، حسيب الله ، حمدالله او نور .
بيا دپيغمبرانو نمونه او صحابوو ښه نمونه دي لکه : داؤد ، يونس ، يوسف او صحابه کرامو نمونه لکه : عمر ، زبير ، سعيد ، عباس ، خاليد او نور .
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً