د هندي نجلۍ سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح کول

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پسله سلامه زه یوه پوشتنه لرم هغه دا چی ما یوی بودایی انجلی ته داسلام دعوت کڑیدی اوهغی زما دعوت قبول کڑیدی حوهغی د مسلمانیدولپاره زماسخه غوشتیدی ترسوداسلام دراوڑ ولووروسته دهغی سره نکاح وتڑم م ادغه موضوع دخپل فامیل سره شریکه کڑ ه اوهغوی هم اجازه راکڑه اوهغی انجلی زماسخه داسلام راورولولپاره وخت وااخیستی تراوسه یوه میاشت تیره سویده اواوس زماموروایی چه زه ستانکاح دبل چاسره درکوم اوس زه نه پوهیزم چه سه وکم که دمورپه قول وکم اوکه هغی ته انتظاروکم…? هیله ده چه زمادسوال جواب په ایمیل کی راته واستوی..مننه ستادجواب اوهدایت په هیله.

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مشرکې بدائی ښځې سره تر هغه پوري نکاح کول جواز نه لري تر څو ايمان را نه وړي ، داسې کول جايز نه دي چې نکاح به ور سره وکړم او بيا به هغه اسلام دعوت يا هغه د نکاح نه وروسته ايمان راوړي ، بلکي نکاح کول هغه وخت جايز دي چې هغې د اسلام ښکاره اعلان کړی وي .

قوله تعالی : وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ – يعني : او تاسې مشرکې ښځې تر هغه پورې په نکاح مه اخلئ تر څو ايمان راوړي .

والله اعلم

وصلي الله وسلم علي محمد و علي آله و اتباعه الي يوم الدين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً