د شارون د دفن پر مهال عجيبه زلزله رامينځته شوه

د جهان اخبار اسلام په حواله : کله چې د اسرائيلو د صهيونيستي رژيم  پخوانی جنايکار لومړي وزير آريل شارون په قبر کې دفن شو ټولې منطقې په خوځښت او لغزش پيل وکړ داسې چې کوموکسانو په دفن کې کډون کړی ؤ له وېرې او ډار سره مخ شول .

خبر زياتوي : د اسرائيلو دغه جنايکار وزير چې له ۱۴ کلنې را هسې د “هاگانا” په خاصو قواوو کې برخه وال ؤ کوم چې د فلسطينيانو په وژلو او د هغوی له خپلو کورو څخه د شړلو په ټولو جنايتونو باندې مرتکب ؤ دغه ملعون د ژوند تر ورستۍ لحظې پورې د فلسطينيانو د وينو تويولو څخه لاس وانخيست ، د دغه ملعون مړی پرون د نګو په صحرا کې دفن شو .

د هغه د دفن په وخت کې ټولې منطقې په لوړ آواز په خوځښت او تکان شروع وکړه داسې چې د دفن کوونکو د وېرې او ډار له امله د دفن مراحل څو دقيقې له بندښت سره مخ شول .

د نړی د زلزلې د اندازه ګيرۍ دستګاؤ د زلزلې اندازه ۳.۵ ريشتر ثبت کړی ده او ډيره عجيبه دا چې د زلزلې مرکز يې د شارون د دفن ځای ښودلی دی .

نړيوالو خبري رسنيو دغه خبر په بيړه سره د عجيبې او عبرتناکې حادثه په توګه نشر کړ .

د اسرائيلې خبري رسنيو هم د شارون د دفن پر مهال د زلزلي رامينځته کيدلو خبر خپور کړی دی او ډيره عجيبه دا چې د اشغالي مناطقو يهوديانو د نومړی خبر په تبصرو او پيغامونو کې ليکلي دي چې حتی د فلسطين ځمکې د دغه جنايتکار جسد قبول نه کړ خو چارواکو هغه په زور سره خښ کړ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً