بسم الله الرحمن الرحيم
لمونځ د دين دوهم ستر رکن دی چې صحي ادا کول يې د انسان د پاره د دنيا او آخرت فلاح او کاميابې ده په دې مطلب د نمونې لپاره د سهار د لمانځه فضيلت او ګټو بيان شوی دی .
۱– د سهار د لمانځه په وخت او جماعت سره ادا کول د مؤمنانو صفت دی .
۲- د سهار لمونځ په جماعت ادا کول د قيام الليل (شپه په عبادت سره سبا کولو ) اجر لري ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : ( من صلى العشاء في جماعة فكأنما قام نصف الليل، ومن صلى الصبح في جماعة فكأنما صلى الليل كله) رواه مسلم.
يعنې : څوک چې ماسختن لمونځ په جمع ادا کړي داسې ثواب لري لکه نيمه شپه يې په عبادت تيره کړې وي او څوک چې د سهار لمونځ په جماعت ادا کړي داسې ثواب لري لکه ټوله شپه يې چې په عبادت سبا کړې وي.
۳- څوک چې د سهار لمونځ ادا کړي هغه د الله پاک په ذمه او حفاظت کې دی ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : (من صلى الصبح فهو في ذمة الله) رواه مسلم.
يعنې : څوک چې د سهار لمونځ ادا کړي هغه د الله په ذمه کې دی .
۴- کوم مسلمان چې سهار وختي پاڅيږي ، د خوب څخه وروسته ذکر کوي ، اودس کوي او لمونځ ادا کوي نو هغه پاک نفسه ، تازه او خوشحاله ګرځي ، لکن څوک چې داسې نه کوي هغه خبيث النفس ، سست او پريشانه ګرځي .
۵- د سهار د لمانځه په وخت او جماعت سره ادا کول جنت ته د داخليدو او دوزخ څخه د نجات سبب ګرځي ، لقوله سبحانه وتعالی : (من صلى البردين دخل الجنة) متفق عليه –والبردان : الصبح والعصر
يعنې : څوک چې د سهار او مازديګر لمونځونه په اهتمام سره ادا کوي داخل به شي جنت ته .
۶- د سهار او مازديګر د لمونځونو په وخت کې ملائکي حضور لري او پر هغوی باندې ګواهي ورکوي :
عن أبي هريرة رضى الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : (( يتعاقبون فيكم ملائكة بالليل ، وملائكة بالنهار ويجتمعون في صلاة الفجر وصلاة العصر ثم يعرج الذين باتوا فيكم فيسألهم ربهم – وهو أعلم – كيف تركتم عبادي فيقولون : تركناهم وهم يصلون وأتيناهم وهم يصلون )).بخاری ۵۵۵ )
ابوهريرة وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ستاسې سره د شپې ملائکی او د ورځې ملائکې په نوبت اوسي ، د سهار او ماذديګر د لمانځه په وخت کې سره يو ځای کيږي . وروسته هغه ملائکې ستا سره د شپه تيره کړی وي پورته کيږي . الله جل جلا له چې سره له دې چې بندګانو په حال ښه پوهيږي له هغوی څخه پوښتنه کوي : کله چې راتللی زما بنده ګانو په څه حال کې وليدل ؟
ملائېکي وايي: ای زمونږ ربه ! کله چې هغوی ته ورغلو او کله چې له هغوی څخه راتلو هغوی په لمانځه او عبادت مشغول وو .
د مسلمانو خوندو د پاره یوازې د یو شرط چې په اول وخت کې ادا کړي ټول فضائل ليکل کيږي .
د سهار د لمانځه د نه ادا کولو وعيدونه دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/5150
من موقع صيدالفوائد
آن لاين اسلامي لارښود