رسول الله صلی الله عليه وسلم به د پيغمبرۍ نه مخکې څه ډول عبادت کولو ؟

حضرت محمد(ص) په غارحرا کی د پیغمبری نه مخکی کوم عبادت کاوه

رضوان الله(همدرد)

ځواب 

بسم الله الرحمن الرحيم

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د پيغمبرۍ نه مخکې د ټولو نيکو او غوره اخلاقو او صفاتو او عاداتو درلودونکی ؤ ، هغه جناب د قوي او روشانه فکر ، پياوړې نظر او استعداد لوړ څلی ؤ ، د زيات ذکاوت ، تيز او رڼا دوماغ او د صحي او درست هدف ټاکونکی ؤ ، د هغه جناب د اوږدې خاموشۍ نه ورته د غور، فکر ، او حق پلټنې ښه فرصت په لاس ورتله . د الله سبحانه وتعالی د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پخپل تيز او پياوړي زهن او روښانه فطرت سره د خلکو د ژوند ټول حالات پوره څيړلي وو .

په کومو خرافاتو چې خلک ګير له هغه څخه ځان ساتلی وو ، خلکو به چې کوم د خير کار کاوه نو جناب به پکې د ټولو نه مخکې ؤ او که به د خيز کار نه وو نو تنهايي او ګوشه نشينې به يې غوره کوله .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د جاهليت په دوران کې يې د بتانو عبادت نه دی کړی ، هيڅ کله يې شراب نه دي څښلي ، د بتانو په نامه حلال شويو غوښه يې نه ده خوړلې ، د بتاتو په وياړ جوړو شويو ميلو او مجالسو کې بالکل برخه نده اخيستې . د ژوند له پیل څخه يې د دغه باطلو معبودانو او خرافاتو سره سخته کرکه او کينه وه

کله چه نبی صلی الله عليه وسلم څلویښت  کلنی ته په داسې حال کې نږدې شو چه تیرو ژورو فکرونو یې دده او قوم ترمنځ خورا لويه عقلی فاصله رامنځ ته کړې وه او نبی کریم صلی الله عليه وسلم  دیو ځلاوالی ژوند خوښونکی شوی ؤ نو په همدې بنا نبی صلی الله عليه وسلم  به څه سويق (يو ډول خواړه دي چې د غنمو او وربشو له اوړو څخه تيارېږي ) او څه اندازه اوبه له ځا ن سره اخیستې او له مکې مکرمې نه دری کیلومتره لرې دجبل نور د حرا غار ته به ورخوت،دا یو عجیب کوچنی غار دی چې څلورګزه اوږد اوپاو کم دوه ګزه پلن والی لري .

نبی صلی الله عليه وسلم  به هلته دخپل چاپیریال او ددې د پیداکونکی په هکله فکرکولو ده به د خپل قوم د پریوتو شرکی عقیدو او بې اساسه فکرونو څخه خورا بده خوا وو خو داسې باوری او ښکاره لاره نه وه چې دده زړه پرې اوبه څښلې وای اومنلې یې وای.

د نبی صلی الله عليه وسلم ګوښه کیناستل هم د الله په اراده او غوښتنه وو ترڅو یې د راتلونکی لوی کار لپاره تیارکړی،الله جل جلاله له وحی څخه دری کاله وړاندې نبی صلی الله عليه وسلم ته ګوښه کیناستل په زړه کې ورخوښ کړل پوره یوه میاشت روژه به یې هلته تیروله او د موجوداتو ترشا د پټ غیبی توان په هکله به یې فکر کاوه ترڅو د الله له اجازې وروسته له دې پټ توان لرونکی ذات سره دتللو ارزښت ولري .

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً