آیا شیعه ګان مسلمانان دی ؟

آیا شیعه ګان مسلمانان دی ؟ که مسلمانان دی نو ماته یی واضح کړی چی په کوم دلیل مسلمانان دی ، ځکه دوی د صحابوو پسی بد وایی ، د حضرت عایشه رض پسی بد وایی ، دوی دا عقیده هم لری چی نعوذباالله قرآن کریم تحریف شوی دی ، دا عقیده هم لری چی دوی وایی نعوذباالله حضرت جبرایل ع غلط شوی دی که نه نو وحی خو په حضرعلی رض باندی راتله، بل دا عقیده هم دوی لری چی کله یو ددوی نه کربلا ته لاړ شی نو هغه ته حاجی کربلایی وایی . ډیر به مو منندوی یم چی مکمل معلومات ماته راکړی

ديدارالحق ديدار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

شعيه ګان په څو فرقو ويشل شوی دي .

د رافضينو هغه فرقه چې نعوذ بالله قرآن تحريف بولې او څوک چې قرآن تحريب و ګنې په اجماع د امت کافر دی (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) ،او صحابه کرام باندې د کفر حکم کوي ، خپل امامان د ګناه څخه پاک بولي او هغوی عالم الغيب ګنې چې دا د الله تعالی ددې قول څخه انکار دی چې فرمايي : (إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَداً وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) لقمان / 34 وقوله تعالى : ( قُلْ لا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ) النمل/65، او په بی بی عايشه رضی الله عنها باندې بهتان لګوي چې پاکي يې په قرآن کې بيان شوې ده ، يا نور داسې چې شرعاً کفر وي مني د دوی د لاس ذبيحه  صحي نه دی او د دوی سره نکاح کول حرام دي دوی د اسلام نه خارج  اهل شرک او مرتد دي .

( وَلا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ ) البقرة/221 .

(فلا نوکل ذبيحة اهل الشرک والمرتد ) (فتاوي الهندية ۵ / ۲۸۵ – اللجنة الدائمة او فتاوي اهل سنت والجماعت ) .

د بحرين د يوه زنديق شيعه سيد علی الهاشمي ويديو دلته وګورﺉ

او هغه فرقه چې حضرت علی رضی الله عنه په دريو خلفاؤ کې افضل ګڼي ذبيحه خوړل يې صحي دي او د دوی سره نکاح هم جايزه ده مګر د لوڼو ورکول په کار نه دي د ضرورت نه علاوه دوی سره تعلقات ساتل ښه نه دي ځکه په مجموع کې شعيه اهل بدعت او اهل فسق دي د عاشورا بدعت ، د قبرونو او نذرونو بدعت او شرکيات د متعه نکاح ، صحابه کرامو ته بدګويي کول د خپلو ښځو سره لواطت کول او داسې نور  .

وان کان يفضل عليا کرم الله تعالی وجهه علی ابی بکر رضی الله عنه لا يکون کافراً الا انه مبتدع (الهنديه ۲ / ۲۶۴ – کفایت المفتي ج ۱ ص ۳۲۳ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً