د کور اخيستلو د پاره جمع شويو پيسو باندې زکات شته ؟

محترمه وروره السلام علیکم
او یوه پوشتنه لرم هیله کوم څواب یی راکړي.
داچی زه یوه اندازه پیسي لرم چی کال ورباندی تیر شوی دی خو کور می نشه اوپه کرایی کور کی اوسم او غواړم چی کور ځانته واخلم نو دزکات دورکړی په هکله راته معلومات راکړی مهربانی به مو وی.
مننه

عابد

اولا السلام علیکم
او بیا داچی هغه پیسي چي میاشت په میاشت دمعاش څخه اکونت ته اضافه کیژی او په ترتیب سره کال ورباندی تیریژی دزکات مسأله څنګه دی  ؟
په داسي حال کی چی کور کرایی وی، او په دی تکل کی وی چی کور ځانته پیدا او واخلی؟؟

عبد احمد اديب

————————————-

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم مقدار پيسې چې اوس په لاس کې لرئ او نيت مو دا دی چې په هغه باندې کور واخلی که دغه پیسی نصاب ته رسيدلې وي چې اوس مهال نصاب تقريباً ۴۱۰۰۰ يو څلويښت زره افغانۍ کيږي او کال ورباندې تير شوي وي په دغو پيسو باندې زکات فرض دی ځکه په دغو پيسو کال تير شوي او په حوائج اصليه کې نه دي مصرف شوی نو زکات پکې واجب دی ، کله چې مصرف شي يعنې د استوګنې د پاره کور ورباندې واخلئ بيا زکات ساقطيږي .

جاء فی فتاوی المحمودي حنفي بحواله الدرمختار مع الرد :

« إذا أَمْسَكَهُ لينفق منه كل ما يحتاجه فحال الحول وقد بقي معه منه نصاب فإِنَّه يزكي ذلك الباقي، وإن كان قَصْد الإنفاق أيضاً في المُسْتَقْبل لعدم اسْتِحْقاق صرفه إلى حوائجه الأَصْلية وقت حولان الحول،»(الدر المختار مع الرد:2/11)

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً