پخپله سرمايه جوړ کړي کور کې مې وروڼه حق لري ؟

محترم دانلان اسلامي لارښود درنو چلونكو ته تر هرڅه دمخه اسلام عليكم ورحمت الله وبركات  هيله ده چه داسلام او شريعت په رڼاكي لاندي مصحله په تفصلي ډول راته تشرح او شرعي حكم راته راكړي .

۱۳ كاله كيږي چه زه دمور او پلار څخه جلا ژوند كوم هغه په دي خاطر چه زما كار په ښار كي دي او موراو پلار مي په ولسوالي كي اوسيږي او په دغه ۱۳ كاله كي مي پلار او وړونووماته هيڅ رقم  نغدي او يا خوراكي كومك نه دي راسره كړي او نه مي دپلار دجايداد څخه وماته څه راكول سوي دي خو ما تر اوسه پوري دپلار او وړونوسره هم نغدي او هم دلاس كومك كړيدي دډيرو غټو حسابو څخه چي ما ددوي سره كومك كړي دي يو داچي زما دپلاريو سرايي وه چه هغه په گرو ي وركړي وو ما په خپلو گټولو پيسو هغه گروي ور خلاصه كړه بل داچي يوه باغچه مي پلار گرو كړي ووه هغه گروي هم ما په يوازي سر ورخلاصه كړيده په پلار مي دخلگو نغدي پورونه باندي وو هغه هم ماورته خلاص كړي دي او پلار مي دمصرف دپاره پر مامياشتني پيسي هم اچولي وي چه هغه هم تر اوسه پوري وركوم او دپلار په ژوند كي مي دټولي كورني په مخ كي وپلار ته ويلي دي چه زه ستا دجايداد څخه هيڅ حيثه نه غواړم خو هر څومره چه مي وس كيږي زه به انشاالله ستاسو سره كومك كووم او تر ډيره پوري مي خپل وس نه دي ځني سپمولي او كومك مي ورسره كړي دي  څلور كاله دمخه مي مور او پلاردحج مقدسي فريضي دپار مكي شريفي ته واستول او ټو ل مصر ف يي ماپه خپلو پيسو باندي وكړي نوهغه وخت چي پلار مي دحج څخه راغلي او دحج ټول مراسيم خلاص سول پلار مي راته وويل چه نور زما حق دي پرځاي كړي نورنو به تر څو دبل دكرايو په كورو كي اوسيږي  وخپلو بچانو ته يوه سرپنا جوړه كړه  نو ما يو ه مځكه په ښار كي دكور دجوړيدو دپاره واخيستل او پلار ته مي وويل چه ما دسراي دپاره مځكه واخستل پلارمي مباركي راكړه او ماته يي اجازه راكړه چه كوردي جوړكړه نو ما شپه او ورځ په ځان يوه كړه  او يو سر پنا مي جوړه كړه دغه كور چه ماجوړكړي دي نه مي دپلار دجايداد څخه يو افغاني په كښي مصرف كړي او نه مي وړونو ديوي افغاني او يا دلاس كومك راسره كړي دي اوس چه يو كال كيږي پلار مي وفات سوي  او دپلار جايداد مي نه دي تقسيم سوي خو بياهم زه دمور خويندو او وړونو سره نغدي كومك كوم دوړونو او خويندو په ودونو كي هم تر ټولو زه دمصرف غټه برخه اخلم او هغه مياشتني نغدي پيسي چه پلار پر ماايښي دي هغه هم مورته وراستووم ايا دغه سراي چه ما په خپله گټه او خپل لاس جوړ كړي دي چه نه مي دپلار دجايداد څخه يوه افغاني پكښي مصرف كړيده او نه مي وړونو دلاس اويا يوي افغاني كومك راسره كړي دي دپلار دجايداد دتقسيم په وخت كي زما وړونه او خويندي په دغه سراي كي حق راسره لري او كه حق نه لري

n-m nasrat

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار وکړي او زامنو لره څه نه وي مثلاً د پلار سره په تجارت کې کار کوي يا کوم بل کسب وي مطلب دا چې د پلار او زامنو کسب يو وي او په شريکه کار کوي نو په دې صورت زامن د پلار مددکاران بلل کيږي او ملک ټول د پلار دی ، د پلار ميراث به د اولاد  تر مينځ مساوي تقسيم کيږي .

( أَنْتَ وَمَالُكَ لأَبِيكَ ) رواه ابن ماجه ( 2291 ) ، وابن حبان في صحيحه ( 2 / 142 ) ، وصححه الألباني في صحيح ابن ماجه ، وروى الإمام أحمد في مسنده برقم (6863)

الاب والابن يکتسبان فی صنعة واحة ولم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب (الشامي ج۴ ص ۸۲

نقل في الفتاوي دارالعلوم ديوبند .او محمود الفتاوي

و في شر‌ح المجلة للآتاسي‌:

«‌اذا عمل شخص في صنعة هو ابنه الذي في عياله فجميع الكسب لذالك الشخص و ولده يعد معيناً له».(شرح المجلة للآتاسي مادة1398)

درالحکام ليکي :

په دريو شرطو د زامنو کسب د پلار ملک ګڼل کيږي : ۱- چې زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار کوي ، ۲- د کار بار د پاره لومړې سرمايه او مال د پلار وي ۳- اولاد د پلار عيال وي د نفقي مصارف پلار تر سره کوي :

و يوجد ثلاثة شروط لاجل اعتبار ا‌لولد معيناً لابيه 1-‌اتحاد الصنعة ٢- فقدان‌ الاموال سابقاً، اذا كان للاب اموال سابقة كسبها و لم يكن معلوم للابن اموال بأن ورث من مورثه اموالاً معلومة فيعد الابن في عيال الاب ٣- ان يكون الابن‌في عيا‌ل ابيه‌»‌.(دررالحكام شرح مجلة لعلي حيدر:3/421)

او که د پلار او زامنو کسب يو نه وي زامن جلا جلا په خپله سرمايه يا کسب کار بار کوي نو بيا به د پلار ميراث  په اولاد تقسيم کيږي ، او پخپله سرمايه او ملک مو چې کور جوړ کړی دی هغه ستا ملک دی وروڼه او خوندې مو په هغه کې حق نه لري .

الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً