د حج د سفر آداب

د حج د سفر څخه مخکې آداب :

کله چې حاجې د حج يا عمرې د سفر اراده وکړې بايد لاندې اعمال تر سره کړي :

۱- بايد له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسي او الله تعالی ته په اخلاص رجوع وکړي .

۲- اخلاص : د حج د ادا کولو څخه مقصد او نيت بايد د حج د فريضې ادا کول او د الله تعالی رضايت حاصلول وي ، نه شهرت ، تفاخر او نه هم د نوم ګټل چې خلک ورته حاجي او الحاج ووايي بلکي نيت به يې يوازې د الله (جل جلا له) رضا وي .ځکه د انسان ټول اعمال په نيت پورې اړه لري د هر شی نيت يې چې کړی وي هغه به ورسيږي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ انما الاعمال بالنيات ] يعنې د عمل قبليدل په نيت پورې تعلق لري .

۳- د مور او پلار رضايت حاصلول او د هغوی څخه بخښنه غوښتل او که د خپلوانو سره يې قطع صله رحمې کړي وي د هغوی د خپلولۍ ټينګول ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي [لا يدخل الجنة قاطع رحم ] ( جنت ته د صله رحمې قطع کوونکی نه داخليږي ) (متفق عليه ) .

او خپلو ګاونډيانو سره ښه سلوک کول ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي [ لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه ] ( جنت ته به داخل نشي هغه کس کوم د ده د ضرر څخه د ده ګاوندی په امن نه وي ) (المسلم )

۴- که د چا پوروړی وي د هغه پور به ادا کړي او که د چا امانت ور سره وي هغه به يې خپل مالک ته وسپاري او که د پور او امانت د ادا کولو امکان نه وي د هغوی څخه دې حج ته د تللو اجازه واخلي .

۵- د حج د مصارفو د پاره بايد پاک مال جمع شي ، چې د رشوت ، سود ، قمار ، په خيانت ، درواغو او فريب ګټلې مال ، د غصب مال او نور حرام مال نه وي ځکه الله (جل جلا له) پاک دی نه خوښي مګر پاک مال .

او همدارنګه د حج څخه مخکې دې خپل وصيت وليکي او په هغه باندې دې يو کس شاهد وګرځوي .

۶- د ځان د پاره دې دينداره ملګري غوره کړي تر څو په نيکو کارونو او د حج په مناسکو کې ورسره مرسته وکړي او د سفر مشر دې و ټاکي .

۷- د فقيرانو او مسکينانو حالت ته توجه کول په کار دي تر ټولو مهمه دا چې که زکات يې نه وي ادا کړی يا د زيات څه مقدار پاتې وي د حج څخه مخکې دې زکات ادا کړي ځکه زکات د اسلام ستر رکن دی د زکات په نه ادا کولو او يا د هغه په ځنډولو د هغه عبادت ته تاوان رسیږي .

۸- ځنې کسان د حج څخه مخکې يا وروسته لويي مهمانۍ برابروي چې د حاجي د کورنۍ او خصوصاً د اولاد داره ښځو د پاره تکليف دی ، په هغه عبادت کې چې د هغه په ادا کولو سره نورو ته ضرر او تکليف رسيږي د عبادت ثواب له مينځه ځي .

۹- تواضع : کله چې حاجي د حج څخه خپل کور ته راشي د هغه د پاره تواضع او عاجزي په کار ده ، خپل ځان به خلکو ته لوی او ډير پرهيزګاره نه ښکاره کوي ځکه عبادت د بنده او الله تعالی تر مينځ يو راز دی .

۱۰ – د حج د سفر پر مهال به خپله ژبه د الله (جل جلا له) په ذکر او ياد مشغوله ساتي ، د بې ځايه خبرو ، جنګ او جنجال ، بل ته ضرر رسولو به ځان کلک ساتي .

د سفر د توښي او مصارفو برابرول :

د حج د سفر د پار بايد ښه توښه برابر شي ځکه د حج د سفر ټول مصارف فی سبيل الله دي د هغو ثواب يو په اووه سوه بلکي لا زيات دی خو د فضول خرچۍ څخه به ځان وساتئ ، څوک چې توان لري هغه لره په کار ده چې ښه توښه برابره کړي او چا سره چې خرچ کم وي هغه لره احتياط په کار دی .

د سفر د پاره د اړتيا وړ شيان در سره واخلئ لکه : قرآنکريم ، د حج د احکانو کتاب ، يوه جوړه اضافه احرام ، څپلۍ ، هميانې ، يوه جوړه بوټونه ، څلور جوړې د اغوستلو کالي ، دوې دانې زيرپېراهنۍ ، دوې دانې خولۍ ، يو پټو ، يو کوچنۍ بالښت ، د تشناب قاغذ ، مسواک ، ګيلاس ، قاب ، کاچوغه ، جای نماز ، ترموز او نور .

د خويندو د پاره پر ويښتانو باندې د اچولو دوه دسمالونه ، يو لوی پوړنۍ يا څادر ، چادري يا حجاب ، ستن او تار ، ږمونځ ، هينداره او نور ضروري سامان به له ځانه سره واخلي .

د کور څخه د وتلو آداب :

حاجي به له خپلې کورنۍ ، دوستانو ، عزيزانو ، ګاونډيانو او نورو څخه د رخصتيدو پر مهال معافي او دعا و غواړي او خدای په آماني ورسره وکړي .

د خدای په آمانی په مهال به دا دعا کوي :

«أَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيْمَ عَمَلِكَ»[سنن ترمذي او مسند امام احمد]

 (ستا دين ، ستا امانت او ستا د عمل خاتمه پر الله جل جلا له  سپارم )

او يا داسې ويل : «أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ» [مسند احمد او ابن ماجه]

 ( تا پر الله تعالی  سپارم هغه الله جل جلا له  چې هغه ته کله څه وسپارل شي نو هغه نه ضايع کوي )

د کور څخه د وتلو پر مهال به دا دعا ووايي : «بِسْمِ اللهِ تَوَّكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ»[ سنن ابوداود 4 / 325]

( د الله په نوم په الله جل جلا له  توکل کوم او د الله جل جلا له  پرته د رجوع ځای او قوت نشته )

د الوتکې آداب :

هر کله چې حاجي په موټر يا الوتکه کې سپريږي هغه لره د لاندې ټکو مراعاتول په کار دي .

۱- الوتکې ته د ختلو پر مهال به دا دعا وکړي : [اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ ﴿سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ] ( صحيح المسلم ) .

۲- په الوتکه کې به د الله تعالی ذکر او ياد کوي له بې ځايه مناقشو ، بې هوده خبرو ، تيله کولو او نور ته ضرر رسولو ځان ساتي .

۳- د ټولو حاجتمندو سره به مرسته او مدد کوي .

۴- په الوتکه کې به تلبيه ، استغفار او نور اذکار کوي ، که غواړي خبرې وکړي بايد د ضرورت څخه علاوه خبرې ونه کړي ، او که د ده سره څوک خبرې کوي نو د حج د احکامو په باره کې به خبرې وکړي .

۴- د الوتکې د سفر پر مهال د لمانځه وخت ته ډير پام کوه داسې نه چې په يو فرض ادا کولو پسې روان وې او بل تر هغه محکم فرض څخه پاتې شي ، که الوتکه څه وروسته پر ځمکه کيني نو لمونځ و ځنډوئ او که د وخت د تلو ويره وي نو د قبلې لورې پيدا کړئ او په الوتکه کې و دريږئ لمونځ وکړئ که دريدل ناممکن وي په ناسته سره لمونځ وکړئ .

د سفر نيت چې پنځلسو ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به کوئ ، که فرضاً کله په مقيم امام پسې اقتدا وکړئ ، د امام په متابعت به لمونځ پوره کوئ .

۵- توجه کوه چې څه وخت ميقات ته رسيږې تر څو ميقات د رسيدو مخکې احرام وتړې .

۶- د جنجالي امورو څخه دې خپله ژبه وساته .

مکې ته د ننوتلو آداب :

لکه چې مکې مکرمې ته داخليږئ دا دعا ووايئ : اللهم اجعل لي بها قراراً وارزقني فيها رزقاً حلالاً ( ای الله ! ما ته په مکه مکرمه کې آرام او حلال رزق را نصيب کړې ) .

وروسته چې کله په خپلو اتاقونو کې ځای پر ځای شوئ او د عمرې د ادا کولو قصد مو وکړ کوښښ وکړئ د يو معلم يا کوم بلد سړي سره ملګري شئ ( ځکه دا مو لومړی ځل دی ) مسجد الحرام ته به د باب السلام (باب بنی شيبه ) له لارې داخل شئ ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم له همدې دروازې مسجدالحرام ته داخليدو . د داخلېدو په وخت کې به لومړی ښی پښه مخکې کړي او دا دعا به ولولئ : ” اللهم صل على محمد وسلم ، اللهم افتح لي أبواب رحمتك

کله چې مسجدالحرام ته داخل شئ او په بيت الله شريف مو سترګې ولګيږي دری ځله به ووايئ : الله اکبر لا الا الله . په اخلاص او عاجزۍ سره به دعا وکړئ ځکه چې د کعبې شريفې د ليدلو پر مهال دعا قبليږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً