د کفارو موالات (دوستي او ملګرتيا )

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
۱- د هغوی په کفر رضا کيدل او د هغوی د دين د قوانينو مدح او صفت کول : قال الله تعالى :[وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا ] (النحل 106) ، ژباړه : او که د زړه له تله يې کفر ومانه نو پر هغوی د الله غضب دی .

وقال عن اليهود في تفضيلهم المشركين على المسلمين: [وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلاً] (النسآء 51 )

(او د کافرانو په هکله وايي چې له مؤمنانو يې لاره ډيره روغه او سمه ده ) .

۲- د هغوی (کفارو) په قوانينو باندې فيصلې کول :

قوله الله تعالى : [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا] ( النساء/60) .

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ] (المائدة/50) .

ژباړه : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

۳- د هغوی مرسته او محبت اخيارول : قال الله تعالى : [لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ .. الآية]  )المجادله ۲۲ ) .

ژباړه : داسې به هيڅکله و نه وينی چې چا پر الله او ورځ د آخرت ايمان راوړی وي بيا دې له هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې د الله او رسول سره مخالفت کوي .

نو ای کسانو ! چې د يهودو او نصاراؤ دوستي او مرسته کوئ ، د الله (جل جلا له) پر وړاندې به مو ځواب څه وي ؟

۴ـ هغوی ته نږدې کېدل او پر هغوی باندې اعتماد کول ، قال الله سبحانه تعالى : [وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ] (هود ۱۱۳ )

ژباړه : او مه نژدې کيږئ تاسې په لور د هغو کسانو چې ظالمان دي ، که نه نو اور به مو را ښکيل کړي .

۵ـ د مسلمانانو پر خلاف د هغوی دوستي ، ملګرتيا ،مرسته او مدد کول . قال الله تعالى : [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء] ( ۷۱ التوبه )

ژباړه : او مؤمنان سړی او مؤمنانې ښځې ځنې د ځينو نورو دوستان دي .

او د کفارو په اړه فرمايي : [وَالَّذينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ] ( او هغه کسان چې کافران دي ځنې د دوی د ځنو نورو دوستان دي) .

او څوک چې د کفارو مرسته او دوستي اختياروي د هغه په اړه فرمايي : [وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ………]

(او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي)

۶- اسلامي هيوادونو ته د هغوی د طاغوتي قوانينو نقلول ، قال الله تعالى : (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ)

۷- د دين په امورو کې د هغوی د دسيسو ښکار چې په نن عصر کې دغه ډلې مسلمانانو ته مينځ ليارې وايي داسې چې د اسلام د دوښمنانو د خوښۍ د پاره د اسلامي شريعت د ځنو احکامو له منلو سرغړاوی کوي ، قال الله تعالى : [وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ] (سوره القلم ۹ )

يعنې : ډير خوښوي که ته د حق په پرېښوولو کې نرمي وکړې نو هغوی به هم په دوښمنۍ کې نرمي وکړي .

۸ـ د هغوی (کفارو ) مشران او واکمان جوړول او د مسلمانانو په ادارو کې هغوی ته دنده او اقتدار ور سپارل . قال الله تعالى [لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ ] (آل عمران:28)

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

۹- په اعمالو ، لباس ، صورت او سيرت ، خبرو او نورو اعمالو او اقوالو کې د کفارو مشابهت او تقليد کول چې د هغوی په څير ځان جوړول د هغوی سره د محبت معنی لري : وقال النبي صلى الله عليه وسلم  ( من تشبه بقوم فهو منهم )  .

نو د هغوی سره په عاداتو ، عباداتو ، اخلاقو کې مشابهت کول حرام دي .

۱۰- بغير د ضرورت څخه د کفارو په هيوادونو کې ژوند کول داسې چې د ديني شعائرو اظهار نشي کولای کچيرې مسلمان د خپلو ديني شعائرو اظهار و نشي کولای نو هغه ته د کفارو په مينځ ژوند کول جايز نه دی هغه به هجرت کوي ، قال الله تعالى الله تعالي فرمايي: [إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ ] .

(کومو خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د خذای ج ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي)

ابن کثير ددې آيت شريف په تفسير کې ليکي دغه آيت د هغه کسان په باره کې دی چې د کفارو په ملک کې اوسيږي خو ديني مسايل او شعاير نشي انجام کولای سره له دې چې د هجرت کولو توان لري خو هجرت نه کوي نو دغه کسانو په اتفاق د امت پر خپل ځان ظلم کړی دی چې د يو حرام عمل مرتکب شوي دي (تفسير ابن کثير ۵۴۳/۱ ) .

۱۱ـ د هغوی په اخترونو او ديني شعائرو کې اشتراک کول :

د هغوی په اخترونو او نورو ديني مراسمو او شعائرو کې کډول کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی :{ والذين لا يشهدون الزور }  .

۱۲- د هغوی (کفارو) نمونه ايښودل :

د کفارو نومونو ايښودل پر مسلمانانو ښځو او نارينؤ باندې حرام دي .

۱۳- د هغوی د پاره بخښنه او استغفار غوښتل ـ الاستغفار لهم والترحم عليهم : قال الله تعالى : [مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى … ] (التوبه ۱۱۳ ) .

له پيغمبر او مؤمنانو سره نه ښايي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم يې خپلوان وي .

فهذه طائفة من الأمثلة التي توضّح قاعدة تحريم موالاة الكفّار ، نسأل الله سلامة العقيدة وقوّة الإيمان والله المستعان .

الموقع الاسلام سوال جواب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً