د وينې د بې نظمۍ ورځې په حيض کې حسابيږي

محترمه ، که یوې ښځې د حیض په وحت کی تغیر راشی چی دوه میاشتی کی یو ځل مریضه شی او ورسته په روزه کی یو ځل مریضه شی ورسته له دو ورځو بیا ښه شی مثلا لس ورځی ښه وی بیا مریضه شی او داسی دوام وکړی
نوسوال دا ده چی دا خو باید روزه وخوری تر هغه چی حیض تیر نه کړی دا یوه ورځ یا دوه ورځ چی مریضه شوی او روزه یی خوړلی ده آیا کفاره خو به نه پر واجیبیږی که صرف قضا به راوړی او بس

صياد – افغانستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د ښځې عادت کډوډ شي نو د کډوډۍ او بې نظمۍ ټولي ورځي حيض حسابيږي ، داسې چې دوې ورځې وينه راځي بيا دوې يا دری ورځې پاکه وي او بيا وينه راشي نو دا ټولي ورځې حيض دی د وينې د بې نظمۍ او کډوډۍ ورځې حيض بلل کيږي په دې موده کې به نه لمونځ کوي او نه به روژه نيسي . چې کله رمضان المبارک ختم شي د روژې قضايي به ګرځوي . کفاره نشته ځکه دا د اسلامي شريعت حکم دی چې د حيض په موده کې دې روژه وخوري .

و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲) .

فاذ ارآت بين طهرين دماً علی عاتها بالزيادة او نقصان او بالتقدم او التأخير او بهما معاً انتقلت العادی ايام دمها حقيقياً … (هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .

او که د حيض موده له لسو ورځو زياته شي مرض دی ، لمونځ به ادا کوي او روژه به نيسي ، په دې حالت د معذور حکم لري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً