د مسبوق د لمانځه احکام

د مسبوق احکام

متقدي په دری قسم دی : مدرک ، لاحق او مسبوق .

مدرک : هغه چا ته وايي چې د امام سره ې يلمونځ پوره کړی وي .

لاحق : هغه چا ته وايي چې امام سره يې يو رکعت يا څو رکعته پوره کړي وي او د جماعت په شروع کې حاضر وي مګر د څه عذر له کبله څه رکعتونو ورڅخه فوت شوي وي .

مسبوق : هغه چا ته وايي چې يو رکعت يا څو رکعته ورڅخه فوت شوی وي .

مسبوق چې د امام سره يې څه رکعتونه موندلي وي هغه به د امام سره ادا کړي باقي رکعتونه چې څه پاتې وي هغه به په لاندې ډول پوره کړي .

که څوک د امام سره رکوع ونيسي هغه په حقيقت پوره رکعت نيولی دی .

اول : که له چا څخه يو رکعت تير شوی وي نو د امام د يو طرف سلام ګرځولو وروسته به پاڅي سوره فاتحه او بل سورة به ولولي رکوع ، سجده او قعده (التحيات ، درد او دعا ويل ) به وکړې سلام به وګرځوي .

دوهم : که دوه رکعتونه ورڅخه تير شوي وي نو لومړی رکعت به ډک ادا کړي دوهم رکعت به هم ډک ادا کړي ځکه د قرآن لوستلو په اعتبار دا د ده دوهم رکعت دی او دوهم رکعت ډک وي وروسته به رکوع ، سجده او قعده وکړي د سلام په ګرځولو سره به لمونځ ختم کړي .

دريم : که دری رکعتونه ورڅخه تير شوي وي نو پاڅې به سوره فاتحه او بل سورت به ولولي د رکوع او سجدې وروسته به قعده وکړي ځکه چې يو رکعت يې له امام سره ادا کړی او دا د ده دوهم رکعت دی په دوهم رکعت کې کيناستل يا قعده وي په دې قعده کې د التحيات ويلو وروسته پاڅي دوهم رکعت به هم ډک ادا کړي ځکه چې د قرآن لوستلو په اعتبار دا د ده دوهم رکعت دی او د امام سره دا د ده دريم رکعت دی نو په دې رکعت کې قعده نشته څلورم رکعت به تش (يوازې فاتحه ويل ) ادا کړي بيا به رکوع ، سجده او قعده وکړي سلام به وګرځوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً