د جائزې واله تجارتي اجناسو اخيستل څه حکم لري ؟

ځنې تجارتي توکي داسې وي چې د انعام د لرلو په نوم خرچيږي او خلک يې هم د انعام په نيت اخلي لکه د چای سربسته ډبي او داسې نور .

مسلمانان دې خبر وي چې دا معامله قمار او ددې معاملې تر سره کول حرام دي ، قمار د قمر (شپوږمۍ ) له کليمې نه اخيستل شوی دی چې هر هغه معامله چې ګټه او توان يې مفهم او نا معلوم وي قمار دی ، دغه سربسته قطي چې د عادي قطيو څخه په لوړ قيمت پلورل کيږي ، که جايزه يا څه انعام پکې وي ګټه او که پکې نه وي تاوان دی چې همدا د قمار يو شکل دی ، له فتاوی معاصر البلد الحرام څخه په لاندې ډول پوښتنه شوی ده :

پوښتنه : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ورماتوي ترڅو د دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟

ځواب : دا کار حرام دی او د قمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي ، مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه (19/398) (مکه مکرمه ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً