په سبزيجاتو کې عشر شته او که نه ؟

ډیرمحترم د اسلامي لارښود چلونکو السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
زما پوښتنه په لاند ی ډول ده
تیر جمعه یوه مولوی صاحب په خپل تفریر کی ویل چی هرهغه شی جی له زمکی ځخه لاسته راغلی وی او ساتل کیږی لکه غنم جوار په هغی کی عشر شته او هغه شی جی نه ساتل کیږی لکه سبزیجات په هغی کی زکات یا عشر نشته حال داجی اوس دهقانان دسبزیجاتود خرځلاو له لاری ډیر عاید لاسته راوړی هیله مندیم جی پوره وضاخت راکړی.
په درنښت

نجيب الله ستانکزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د ځمکې په ټولو پيداوارو کې لکه غلې دانې ، حبوبات ، ميوه جات او سبزيجاتو کې زکات فرض دی ، لعموم قوله الله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم ِمّنَ الأَرْضِ (البقره 267 ).

ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی ،اوله هغی چه ماتاسی    لپاره د ځکمی  نه راويستلی دی  .

د امت جمهورو فقهاؤ او هيئة الشرعية لبيت الزکاة د امام ابوحنيفه قول راجح بللی او په همدې قول يې فتوای ورکړی ده ځکه چې په قرآنکريم په عمومي ډول د ځمکي پيداوار ښودل شوی دي .

د ځمکنې د پيداوارو د زکات اندازه لسمه برخه ده چې په همدې وجه عشر بلل کيږي .

او که د تجهيزاتو واټرپمپ و غيره په وسيله اوبول کيږي شلمه برخه ده .

و يجب العشر عند ابی حنيفة ، فی کل ما تخرجه الارض (هنديه ، کتاب الزکاة ۱/۱۸۶ ) .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۱۲۴ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ډیرمحترم د اسلامي لارښود چلونکو السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    زما پوښتنه په لاند ی ډول ده

    چه په پیازو کی او په الوګانو کی څومره زکات دی بعضی خلک په پیازو کی ۲۰ منو کی یو من زکات ورکوی هیله مند یم چه ددی په باره کی مونږ ته پوره معلومات راکړی

    په درنښت
    رحمت االله

اترك تعليقاً