که د جماع په وخت کې انزال ونه شي غسل کول فرض دی ؟

د آنلاین اسلامي لارښود ټولو کارکوونکو او لوستونکو ته السلام علیکم ورحمةالله.
که چیرې د خپلې ماندینې سره داسې نږدیوالی وشي چې د یوې خوا هم انزال پکې ونشي، نو ایا پدې حالت کی غسل کول لازم دی او کنه، که لازم دی په دواړو باندې (ښځه او نر)او که نه په یو د دوی باندی لازم دی؟؟؟
هیله ده چی په تفصیل سره یی ځواب راکړئ او همدارنګه که په ایمیل کی یی بیرته راته ځواب راکړی او یا یی د ځواب په اړه لینک راولیږئ ډیره ډیره مننه به مو وی.
جزاک الله خیر
والسلام علیکم ورحمةالله
غلام جیلانی شرافت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچيري له ښځې سره جماع وشي چې د نر د آلې سر ( سنته شوې برخه ) يا تر هغه زيات داخل شي او انزال و نه شي په دواړو نارينه او ښځه غسل فرض دی .

او په دې مسئله کې د مذاهبو اتفاق دی په دليل د دغه حديث شريف : «إذا جَلَسَ بَيْنَ شُعَبِهَا الأرْبَعِ ثُمَّ جَهَدَهَا فَقَدْ وَجَبَ اْلغُسْلُ». (مسلم (348).

يعنې : يعنې په مقاربت او نږيوالی سره غسل واجبيږي اګر که انزال ونه شي .

فتاوی هنديه ليکي : الا يلاح فی احد السبيلين اذا توارت الحشفة يوجب الغسل علی فاعل و المفعول به انزل و لم انزل .هديه (۱۵/۱ ) .

دا مسئله د ډيرو د پاره ښکاره نه ده هغوی ګمان کوي چې د نه انزال په صورت کې غسل نه فرض کيږي حال دا چې د مقاربت په صورت کې غسل فرض کيږي که څه هم انزال ونه شي ،بايد مسلمان د دين ټول هغه احکام چې په ورځنې ژوند ور ته ضرورت وي زده کړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. د انلاین اسلامی لارښود ټولول درنو کارکوونکو او لوستونکو ته السلام علیکم ورحمة الله.
    وروسته د سلامه ډیره ډیره مننه، زه مو شکر ګزار یم، الله دې ددې نیکۍ بدله او اجر په دنیا او اخرت کی درته نصیب کړي. الله مو ونازوه او الله مو تر ډیره ژوندي لره چې داسې اسلامي معلومات مونږ سره شریک کړئ.
    جزاک الله خیر
    والسلام علیکم ورحمةالله و برکاته

  2. داسلامی لارښودوټولو قدرمنوکارکونکو ته دزړه له کومی نبوی تحفه اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وړاندی کوم الله دی درته ددینیکوعمالواجراوثواب درنصیب کړی پسله سلامه زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی که یوڅوک ځوان زوی ولری اودهغه دواده توان هم لری خوهغه ته واده نه ورکوی اوبل هغه زوی یی ښه وظیفه هم لری دااوسنی وضیت ترماتاسوعلماوو ته ښه معلوم دی چی پدی وخت کی دیوځان لپاره څان ساتل ډیرمشکل دی نوکه چیری ددی زوی دلاسه څخه یی يوه ګناه وسی ددی ګنا عذاب چاته رسیژی..؟ او بل که داځوان دخپل ځان لپاره یوتصمیم ونیسی داڅنګه کاردی؟؟؟

  3. وعلیکم وسلام ورحمت الله وبرکاته
    خپل ځواب دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/6448

اترك تعليقاً