د يوه صحابي څو پوښتنې او د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ځوابونه

۱- ای پيغمبره صلی الله عليه وسلم په کوم شی ګنا معاف کيدلی شي ؟ وي فرمايل : په اوښکو ،عاجزی او بيمارۍ سره .
۲- زه ستر عالم جوړيدل غواړمه ؟     وي فرمايل : تقوی غوره کړه عالم به جوړ شي .
۳- زه مالدار کيدل غواړمه ؟             وي فرمايل : قناعت احتيار کړه مالدار به شی .
۴- زه نيک انسان جوړيدل غواړمه ؟   وي فرمايل: خلکو ته نفع سروه .
۵- زه عادل جوړيدل غواړمه ؟          وي فرمايل: کوم شي چې ځانته خوښوی هغه نورو ته هم خوښوه.
۶- د الله تعالی په دربار کې خاص مقام غواړمه ؟  وي فرمايل: په کثرت سره ذکر کوه .
۷- احسان کوونکی جوړيدل غواړمه ؟   وي فرمايل : الله تعالی ته داسې عبادت کوه ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني .
۸- د ايمان پوره کيدل غواړمه ؟         وي فرمايل: ښه اخلاق ولره .
۹- د الله تعالی تابعداره جوړيدل غواړمه ؟    وي فرمايل : فرايض په کلکه سره ونيسه .
۱۰- د قيامت په ورځ په نور کې پاڅيدل غواړمه ؟  پر خلکو له ظلم کولو ځان وساته .
۱۱- غواړم چې الله تعالی په ما رحم وکړي ؟   ته پر نورو خلک رحم کوه .
۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړمه ؟  په کثرت سره استغفار کوه .
۱۳- زه د عزت چښتن جوړيدل غواړمه ؟  د مخلوق په مخ کې لاس نيول پريږده .
۱۴- د رزق پراختيا غواړمه ؟   هميشه په اودس کې اوسه .
۱۵- کوم شی د دوزخ اور يخوي ؟  روژه نيول
۱۶- کوم شی د الله تعالی غصه سړوي ؟ په پټه صدقه او صله رحمي .
۱۷- تر ټولو لوی بد کار څه شی دی ؟  نا سم چلند او بد اخلاقي .
۱۸- تر ټولو لويه نيکي څه شی ده ؟ نيک اخلاق ،عاجزي ،صبر په مصيبت او رضا بالقضی .
۱۹- غواړمه چې زما ستر او پرته وکړي ؟   ته د نورو خلکو پرده کوه .
۲۰- سوايې او شرمندګی نه بچ کيدل غواړمه ؟  زنا نه ځان بچ کړه .
۲۱- د دعاګانو قبوليت غواړمه ؟  حرام مه خوره .
۲۲- د الله تعالی د غصې نه بچ کيدل غواړمه ؟  په خلکو باندې غصه مه کوه .
۲۳- غواړمه چې د الله او رسول محبوب جوړشمه؟ کوم شی چې د الله (ج) او پيغمبر(ص) محوب دی هغه خپل محبوب جوړ کړه .
۲۴- الله تعالی ته د قيامت په ورځ پاکيزه پيش شمه ؟  د جنابت نه وروسته فوراً غُسل کوه .
 (کنزالعمال – ۴۴۱۵۴ )
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 24 times, 1 visits today)