د سنتو اتباع د الله تعالی حکم دی (د اهل شيعيه ځواب)

يو اهل تشيع را نه پوښتنه وکړه چې : داسی ویل چی فرض د الله حکم دی نو سنت چی محمد ص کړی دا الله حکم کړی که محمد صلی الله عليه وسلم  ؟ او تاسی کوی دا خو به محمد ته عبادت نه وی که نه وی ولی تنها فرض وکری او بل جمعی لمونح د الله امر دی د جمعی لمونح څه حکمت دی راته واضح کری تاسې ته لوی الله زیات اجر درکری چی چی دمسلسمان امت لفاره لوی خدمت کوی مونژ هم دوعا وکری چی خادم دین شم

احمد ناصري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هر خبره اصلاً د الله جل جلا له خبره او وحی ده او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هر حکم اصلاً د الله جل جلا له حکم دی ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د دين په باره کې هيڅکله له ځانه خبره نه ده کړې او نه يې له ځانه چاته په عبادت کولو حکم کړی دی بلکي د دين په باره کې يې خبره او فعل ټول وحی وو .

هغه د الله جل جلا له رسول الله صلی الله عليه وسلم وو په هغه باندې قرآن نازل شوی وو .

لقوله سبحانه وتعالی :

وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ( الحشر ۷ )

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (النجم ۳-۴ )

ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .

تفسير انوار القرآن ددې آيتونو په تفسير کې ليکي: په حديث شريف له عبدالله بن عمرو نه روایت چې وايي:ما به هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدل هغه مې يادول او ساتل پس قريشو زه له دغه کار څخه منع کړلم او ويې ويل : ته هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورې هغه ليکې حال دا چې هغه هم بشر دی او کله د غصې په وخت کې څه وايي . همغه وو چې له ليکلو مې لاس واخيست او دغه موضوع مې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«اكتب‌، فوالذي‌ نفسي‌ بيده‌ ما خرج‌ مني‌ إلا الحق(فتح الباری او صحيح الجامع) وليکه ځکه قسم پر هغه ذات چې زما روح د هغه په واک کې دی ، زما د ژبې څخه د حق څخه بغير څه نه دي وتلي .همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «زه بغير له حق څخه بل څه نه وايم  .

دغه مهال ځنو صحابه کرامو عرض وکړ يا رسول الله ! تاسې کله مزاج هم کوې ؟ و يې فرمايل حتی که مزاخ وکړم هم بغير له حق څخه بل څه نه وايم .

همدارنګه الله جل جلا له خپل پيغمبر داسې حکم کوي :

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ ( ال عمران 31)

(ووايه (ای محمده ) !: کچيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړي) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً