د حيض او نفاس په وخت د ځان مينځل څه حکم لري ؟

په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم.
زما پوښتنه د نوی پیداشوی ماشوم د څلویښتی د ورځو او شپو په باره کی د ځینو کړنو په باره کې ده.
هغه داسي چی ځيني ښځی دا عقیدی لری چی ځینی کارونه باید ترسره او ځینی نور یی باید لغوه شی لکه:
۱- د مور نه خبرول په کوم مړی او یا هم په کوم ژوندی،ځکه چی دوی وایی چی په هلک څلویښتی لویږی یعنی بیاماشوم وده نکوی.
۲- د مور د ځان نه مینځل تر لسو لسو ورځو مخکی یعنی هره لسمه ورځ ځان مینځی،ځکه چی دوی وایی چی په هلک د مور څلویښتی لویږی یعنی بیاماشوم وده نکوی او د مور شیدی کمیږی.
۳- د هلک له لمبیدا (لامبوولو)څخه وروسته مور نه غږیږی تر څو چی خپله غسل ونکړی.
۴-  تر لسو شپو مور له ماښامه وروسته له کوټی څخه بیرون ته نه وزی،ځکه د دوی په عقیده چی بیا شیدی ورکیږی.
۵-  او که په کوم هلک څلویښتی لویدلی وی نو هغه یا له سروزرو او یا هم له خوشیو(دحیواناتو له مرداری )سره تلی(وزن کوی یی)،تر څو له څلویښتی خلاص شی.
او داسی نور…………
زما په نظر خو دا خرافات دی.
آیا په شریعت کی پدی هکله څه شته او کنه؟
د ځواب په تمه مو

نجیب الله له کابله

————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا ټول خرافات او توهم پرستي ده چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري .

اول : د حيض او نفاس په وخت کې غسل کول د نظافت ساتل دي او اسلام د نظافت پر ساتلو ډير ټينکار کړی دی .

جاء فی الفتاوی الاسلام ويب :
فلا صحة أبدا لمثل هذه المعلومة، بل على العكس فإن النظافة ضرورية في فترتي النفاس والحيض نتيجة زيادة إفرزات الجسم والعرق، والتي تزداد في هاتين المرحلتين، ولا علاقة للسرطان من قريب أو بعيد بغسل الشعر، ولا بغسل الجسم.
دوهم : نفع او ضرر رسول يوازې د الله جل جلا له له جانبه دي د څلويښتی د بد او سپره کڼلو عقيده د جاهليت د وخت منحوسه عقيده ده چې هغه وخت خلکو حائضه او نفاسه ښځه نجسه او بده ګڼله د هغوی سره به يې ناست او ولاړه نه کول .

د اسلام په مقدس دين کې دغه ډول عقائد ټول مردود دي د حيض دوره د حمل د پاره د رحم تياری او د نفاس دوره د يوه بشر د پيدايښت دوره ده چې ښځې د الله جل جلا له د يوه بنده د پيدايښت د پاره مرګوني قربانۍ ورکړی وي ، هغه بده ، نجسه او سپره کڼل د جاهليت عقيده ده .

بلکي د هغه د پاره لمونځ ، روژه او جماع د مرض او ضرر په وجه معاف شوي دي .

نفع او ضرر رسول يواځې د ستر چښتن تعالی جل جلاله کار دی او بس قوله تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ (الاعراف ۱۸۸) .

ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله

د حيض او نفاس په دور کې د ښځې نه کرکه جاهلانه عقيده ده

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : وَعَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: بَيْنَا أَنَا مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  مُضْطَجِعَةٌ فِي خَمِيصَةٍ، إِذْ حِضْتُ، فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِيَابَ حِيضَتِي، قَالَ: «أَنُفِسْتِ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَدَعَانِي، فَاضْطَجَعْتُ مَعَهُ فِي الْخَمِيلَةِ. (بخارى: 298)

د مؤمنانو مور ام سلمه رضی الله عنها وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره په يوه چادر کې بيده وم چې حايضه شوم په کراره مې ځان بيرون کړ او د حيض جامې مې واغوستلې . رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وکړه ؟ ايا حايضه شوې ؟ ومي ويل : هو بيا يې زه ور وغوښتم او له هغه سره په هماغه چادر بيده شومه .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً