د بيانيه خوړل دوکاندار ته شرعاً جايز نه دي

زمونږ په بازارونو کې رواج دی چې که اخيستلونکی دوکاندار ته د شی د اخيستلو دپاره بيانيه ورکړي او بيا هغه جنس وانخلي بيانيه د دوکاندار حق ګڼل کيږي آيا د ددې پيسو خوړل دوکاندار ته جايز دي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

كه چيرې مشتري او بائع په مينځ كي معامله وشي چه مشتري يو څو روپي بائع ته وركړي او ورته ووائي چه كه دغه بيع زموژ په مابين كي نافذه شي نو دغه روپي هم شميرل كيږي او كه نافذه نه شوه دغه روپي به د مشتري لخوا بائع ته ورپاته كيږي او مشتري ئي بيرته نه غواړي نو دغه بيع ته بيع العربون وايي او دا بيع ممنوع ده او فاسده بيع ده ځكه په حديث كي نهي راغلې او بل دا له عوض او بد لې پرته دوکاندار ته دغه پيسي پاته كيږي شاولي الله صاحب (رح) په دي  اړه ليکلي

(نهي عن عربان ان يقدم اليه شي ء من ثمن فان اشتري حسب من الثمن والافهو له مجاناً وفيه الميسر (حجة الله البالغة ۲ج۱۰۰ ص)

(واختلف فيه العلماء فقال الجمهور انه بيع ممنوع غير صحيح فاسد عند الحنيفه باطل عند غيرهم لان النبي صلي الله عليه وسلم نهي عن بيع العربان ولانه من باب الغرر والمخاطرة واكل المال بغير عوض ولان فيه شرطين فاسدين احدهما شرط الهبة والثاني شرط الرد على تقدير الايرضى ولانه شرط للبائع شيئا بغير عوض(فقه الاسلامي ۵ج۳۴۳۵صـ)– مولوی موسی کليم دانش الغزنوي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً