د کليزې يا سالګېرې لمانځل څنګه دي ؟

  • سلامونه او نیکی هیلی می ومنی هیله ده چی روغ او جور به یاست او د صحت جامی به په تن ولری. زما پوشتنه په دی دول ده چی د کلیزی یا سالگیری لمانزل سنگه دی. او آیا جواز لری او که نه. مننه

عرفان الله نيکزاد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآن او سنتو شرعي دلايل پدې دلالت کوي چه د زږيدنې د کليزې لمانځل په دين کې يو نوی پيدا شوی بدعت دی چه په اسلامې شريعت کې هيڅ اصل او بنياد نه لري او ددې ډول کارونو د دعوت اجابت جاير نه دی ، ځکه ددې ډول دعوت قبلول د بدعت په عمل باندې يو تشويق دی .

الله تعالي فرمايي: « أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ»

آیا دغه خلک د خدای سره داسې شريکان نیسي چه د دوی د پاره يې په دين کې داسې طريقې غوره کړی چه الله تعالی د هغې اجازه نه ده کړې . (شوری /۲۱ ) .

او فرمايي:« اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلا مَا تَذَكَّرُونَ (٣)»

(ای خلکو !) د هغه څه نه پيروي وکړئ چې تاسې ته د ستاسو د پالونکي له خوا نازل شوی دي او بې له خپل رب څخه د نورو د دوستانو په توګه پيروي مه کوئ ،لږ نصيحت منئ . (اعراف /۳ ) .

له پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه په صحيح حديث ثابت دی چه فرمايي : «مَن عَمِلَ عَمِلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ»:.[1]

هر څوک چه داسې عمل تر سره کړي چه زمونږ له (دين ) څخه نه وي مردود دی .

او فرمايي : «خَيرَ الحَديثِ كِتابُ اللهِ، وَ خَيرَ الهَديَ هَديُ مُحَمَّدٍ صلی الله علیه وسلم ، وَ شَرَّ الأُمُورِ مُحدَثاتُها، وَ كُلَّ‌بِدعَةٍ ضَلالَةٌ»

غوره حديث د الله تعالی کتاب دی او غوره لاره او طريقه د محمد صلی الله عليه وسلم لاره او طريقه ده ، بدترين امور نوې مسائل دي او هر بدعت (نوي امور ) ګمراهي ده .

د ماشوم د زږيدنې د کليزې لمانځل بې له دې چې يو بدعت او منکر عمل دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري .

دا عمل د يهودو او نصاوو سره مشابهت دی ځکه هغوی د زږيدنې کليزه لمانځي رسول الله صلی الله عليه وسلم ددی ډول اعمال په اړه داسې خبرداری ورکوئ :

«لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!»

حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصار ) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

او د دې نه مطلب هغه کسان دي «مَن تَشَبَّهَ بِقَومٍ فَهُوَ مِنهُم»[4]

د مطلب خلاصه : که څوک د زږيدنې کليزه لمانځي او هغې ته ديني رنګ ورکوي نو دا عمل بدعت شو ، او که د دين جز يې نه ګڼې نو بيا هم خرافات او د کفارو تقليد دی چې له داسې اعمالو ځان ساتل پکار دي .

(فتاوي معاصر البلد الحرام –  مجموع فتاوا ومقالات متنوعة (4/283)

ژباړه او څيړنه : ان لاين اسلامې لارښود


[1] مسلم(1718)-(18)او البخاري په «البيوع والاعتصام»

[2] مسلم(867)

[3] بخاري(3456)اومسلم(2669)

[4] أبوداود(4031) د ابن عمر په روايت او الطبراني په الأوسط(8327) کې په روايت د حذيفه او أحمد په روايت د ابن عمر  رضی الله عنه

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً