د څو مهمو شرعي پوښتنو تفصيل

د آنلاین اسلامی لارښود کارکونکو ته سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم خدای ج دی وکړی چی سلامت اوسی او خپل دی عظیم کار ته چی د مسلمانو وروڼو خدمت دی ادامه ورکړی زه په خپل نوبت غواړم ستاسو دسایت څخه دلاندی سوالونو دجوابونو لازیاته تشریح ترلاسه کړم البته دحنفی مذهب په رڼا کی .
۱: نفع په مرهونی لپاره دمرتهن جایزه ده که ناجایزه ((مروجه ګروی))؟
۲: په کلاشنکوف سره چه ښکار((صید)) ولګیژی اومړ شی بی دطلب او بی دذبح څخه یی خوراک جایز دی که نه ؟
۳: په مسجد کبیر اوصحراکی که دسجدی دځای نه ماورا یعنی هغه خواته تیر شی یعنی یو نفر دلمونځ کونکی ترمخ تیر شی نو ګنهګاریژی که نه ؟
۴: یوفلم په مبایل کی لیدل کیژی په نامه دمعاذ بن جبل رضی الله عنه چی اوس چیرته په کوم عربی هیواد کی ښکاره شوی او په تندی یی وینه رابهیژی بیا یی خلک پاکوی داواقعیت لری که نه ؟
۵: د زنانه لپاره د سر د ویښتوقطع کول جایز دی او که نه ؟
زه مولوی نقیب الله دوردګو ولایت دسید آبادولسوالی دشیخی دکلی اوسیدونکی دپورته سوالونو ځوابونه دلاندی ذکرشوو کتابونو څخه داسی لیکم او همدا ډول ستاسی د لازیاتو معلوماتو په هیله .
۱: ځواب :- په دی مسله کی داحنافو اختلاف دی اول په شرح مجله دسلیم رستم باز اللبنانی په دوه دیرشمه ماده کی بیع وفا چی حکم درهن کی دی جایزه بولی اوډیر علما لکه الدکتور وهبه الزحیلی په الفقه الاسلامی دلته کی نفع په مرهونی لپاره دمرتهن ناجایزه بولی همدارنګه مولانا عبدالحی الکنوی په خپله یوه مستقله رساله کی نفع په مرهونی لپاره دمرتهن ناروابللی ده اوهمدارنګه فتاوی دارالعلوم دیوبندی کی یی لیکلی دی چی کوم عا لم که داوس زمانی مروجه مشروطه نفع په مرهونی یعنی مرتهن وی اونفع اخلی په داسی عالم پسی اقتدا کول مکروه تحریمی دی دا زما فتوی هم ده ستاسو دزیاتومعلوماتو په هیله .

نور تفصيل دلته وګورئ

د ګروۍ او بيع الوفاء تفصيلي څيړنه

https://dawat610.com/archives/3451

۲: ځواب :- په مجموعته الفتاوی کی مولناعبدالحی الکنوی اومولوی نورمحمد ثاقب دستری محکمی رییس دطالبانو په دوره کی په بدرالفتاوی کتاب کی په ۳۹۸ صفحه کی دا ښکار ناروا بللی دی ما هم چی ډیر کتابونه کتلی دی همداحکم دی ستاسو دزیاتومعلوماتو په هیله.

ددې مسئلې تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/6416
۳: ځواب :- موضوع حرمته المروربین یدی المصلی په مسجد کبیر یاصحراکی دلمونځ کوونکی دپښواوسجدی تر مابین که تیرشی داحرام دی اومسجدصغیر چی تر څلویښتوشرعی کزو کم وی دا مسجد صغیر دی او که تر دی زیات وی بیا مسجد کبیر دی اوهمدارنګه طواف کوونکی که دلمانځه ترمخ تیر شی په اتفاق دفقهاوو نه ګنهګاریژی .

تفصيل : https://dawat610.com/archives/4245
۴: ځواب :- دا فیلم ساختګی دی ځکه چی ژیر یی قطع معلومیژی اوصحابه کرام رضی الله عنهم پوره دشریعت اوسنتو پابند وو او بل دا چه معاذ بن جبل رضی الله عنه په طاعون عمواس کی وفات شوی زخمی شوی نه دی نظر په حواله دی اسما الرجال دمشکوه شریف اګر چی اما جلال الدین سیوطی رحمه الله په شرح الصدور فی احوال الموتی والقبور کی دشهدا صحابه وو ډیر چی پس دډیرو کلونو څخه بعض اوقات یی قبرونه دسیلاب داوبو یا په نورو وجوهاتو ظاهره شوی پداسی حالت کی چی دزخمونو څخه یی وینه بهیژی.

ستاسو ځواب بالکل صحي دی ، د نړی د معاصرو فقهاؤ په نزد د انياء عليهم سلام او صحابه کرام رضی الله عنهم فلمونه جوړول او د هغه کتل جواز نه لري . تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/1974

۵: ځواب :- دښځو لپاره دویښتوقطع کول حرام دی  ردالمختار جلد ۵ صقحه  ۲۶۱  مطبع بیروت  الاشباه والنظایر جلد ۳ صفحه ۳۸۱  امداد الفتاوی جلد ۴ صفحه ۲۸۲   مجموعته الفتاوی  صفحه  ۲۳۳  په مسلم شریف کی یو حدیث د جواز شته چی جواز تری معلومیژی په صفحه ۱۴۸  جلد اول کی مسلم شریف لاکن مکمل ځوابونه یی شارح په فتح الملهم کتاب کی کړی دی  ستاسی دلا زیاتو معلوماتو په هیله ستاسی ورور مولوی نقیب الله

https://dawat610.com/archives/4075

اوبیا هم ستاسی دد لوی خدمت څخه مننه چی خپلومسلمانانو وروڼوته یی وړاندی کوی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً