د اسلامي حکومت اصول (د کفارو له شر څخه د اسلامي حکومت ساتنه )

۹- د کفارو له شر څخه د اسلامې حکومت ساتل :

جهاد فی سبيل الله او د کفارو له شر او تجاوز څخه د اسلامي پولو او سرحداتو ساتل :

لکه څنګه چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د کفار د مشرانو هر يو كعب بن الأشرف او ابن أبي الحقيق یهوديانو د قتل حکم وکړ ځکه چې دوی د مسلمانانو سخت دوښمنان ؤ .

او همدانګه د کفر له شر څخه د اسلامې مناطقو د سرحداتو ساتنه چې په ترغيب کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي

فقال : ( رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا ) البخاري (2678) . د الله جل جلا له  په لاره يو ورځ بيره کول له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده .

او د کفارو د يرغل څخه د خپل رعيت ساتل د کفارو د يرغل مخنوی کول :

په دې باندې د امت اتفاق دی چې که کافرانو پر مسلمانانو تېری وکړ پر مسلمانانو باندې جهاد فرض عين دی :

قال الله تعالى : (وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) البقرة /190 .

او د الله جل جلا له  په لار کې د هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسې سره جګړه کوي خو له حد څخه مه تېرېږئ ، بې شکه چې الله جل جلا له  هغه کسان نه خوښوي چې له حده اوړي .

وقال الله تعالى : ( أَلا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ) التوبة/13 .

آيا جګړه نه کوئ ؟ د هغو خلکو سره چې خپل قسمونه يې مات کړل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ايستلو يې پرېکړه وکړه ، او دوی وو چې لومړی ځل يې ستاسې سره (په جګړه ) لاس پورې کړ. آيا تاسې له دوی څخه وېرېږئ ؟ که مؤمنان ياست نو الله ددې ښه وړ دی چې ترې ووېرېږئ .

 همدارنګه اسلامې حکومت به هر وخت د دوښمن مقابلې او زور ته خپل چمتوالی او تياری برابروي .

قوله تعالي :  وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ (الانفال ۶۰ ). ٍ
په الله تعالی د توکل معنی دانه ده چه ضروري اومشروع اسباب  دي ترک کړ شي او په خالې لاس دي له دوښمن سره جنګ وشي بلکی دا تياری پر مسلمانانو فرض دی  تر هغه پوری چه قدرت لری د جهاد سامان او نور لوازم به برابروي .
دنبی کريم صلی الله عليه وسلم په عهد کې د اسونو سورلې  ، توره وهل  ، غيشی ويشت او نور جنګی مشقونه د جهاد له لوازمو څخه وو چه هغه وخت مسلمانانو پوره  تيارول .
نن  زمان  توپک ، ماشين ګني ،ټانک ،طياره ،راکت  او هر ډول فضايی او بحري جنګی وسايل او نور جنګی مهمات او وسايلو برابرول او لرل  په استعمال اچول او د هغه د جوړولو پوهه او تکنالوژي  په مسلمانانو فرض ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً