د نکاح په ځنډولو کې د والدينو څه مسئوليت شته ؟

سلامونه او ښې چارې هیله ده چې روغ رمټ به وی د کابل پوهنتون یو تن محصل یم او یوه پوښتنه لرم هیله ده چې راته ځواب به یې کړی

پوښتنه : آیا د هلک یا نجلۍ د نکاح په ځنډولو کې مور او پلار ګنګاریږي او که نه ؟ ځکه په اوس وختونو کې خوصوصا په پښتنو سیمو کې د هلکانو او نجونو نکاح کول تر ډیره پورې ځنډیږي او د ځنډ لامل یې هم دا وي چې مور او پلار یې وایي تر اوسه هلک یا نجلۍ کوچني دي پداسې حال کې چې د دوی له بلوغ څخه هم ۸ یا ۹ کلونه تیر شوي وي هیله ده چې پوښتنه مې راته ځواب کړی

محمد روف

(ځواب)

بسم الله الرحمن الرحيم

د محمد روف په ځواب كي بايد ووايم چه كوم هلك  يا نجلي بلوغ ته ورسيږ ي او پلار يي نكاح ورته ونه كړي او دغه هلك او نجلي  خداي ناخواسته كومه ګناه وكړي  په دغه  ګناه كي پلارهم ورسره شريك ده ځكه په دي باره كي رسول كريم صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي چه كوچني هلك ته اول كي بايد ښه نوم ورته كيږدي او بيا چه كله بلوغ ته ورسيږي نو بايد نكاح ورته وكړي او كه هلك بالغ شو او پلار يي واده ورته ونكړي او دغه هلك ګناه وكړي نو په دغه ګنا ه كي پلار هم ورسره شريك ده .

وفي المشكاة المصابيح

(عن ابي سعيد وابن عباس رضي الله عنهما قالا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من ولد له ولدفليحسن اسمه وادبه فاذابلغ فليزوجه فان بلغ ولم يزوجه فاصاب اثما فانما اثمه على ابيه )

(قال في المرقاة )

وهومحمول على الزجر والتهديد للمبالغة والتائيد قال الطيبي جزاء الاثم  عليه حقيقة و دل هذا الحصر على ان لااثم علۍ الولد مبالغة لانه لم يتسبب لما يستفاد ۍ ولده من اصابة الاثم (مرقاة ۶ج۷۴ص)

(نوټ )

په تاسف سره بايد ووايم چه دغه ستونزي چه نن د پښتنو په معاشره كي رواني دي اوهلكان او نجلي  چه ګناه كوي يواځني علت يي زه دا بولم چه په پشتنو كي مهر يعني ولور ډير ګران ده او دغه لوړوالي د مهر علت ده چه بعض خلك مسكينان وي طاقت د ازدواج نه لري او كوم خلك چه لوراني لري هغه يي په دي خاطر ساتي چه كال ته به مهر ډيرجګ وي  نو د مهر لوړوالي اګر كه جوازلري خو كم والي د مهر بيا سنت عمر ي ده (المفتي ابوالفيض مولوي موسى كليم دانش

 

مګر کوم کسان چې د نکاح اسباب او توان نه لري اسلامي شريعت هغوی ته د صبر توصيه کوي چې د خپل عفت او عزت ساتنه به کوي

الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .

ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :

 [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ][1]

ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .

په ياد ولرئ چې الله تعالی د دريو ډلو د اقدام کوونکو مرسته کوي او هغوی د ترقي اسباب برابروي ،لکه څنګه چې په حديث شريف راغلي چې  پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: [ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ][2]

«دری ډلې دي چې الله تعالی حتماً د هغه سره مرسته او مدد کوي ،غلام چې غواړي د آزادۍ اسباب برابر کړي او ځان له مالک څخه خلاص کړي ،هغه څوک چې غواړی خپل عفت او عزت په شرعي ازدواج سره وساتي (نکاح ) ، او د الله تعالی د لارې مجاهد .»

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً