د لاس په ورکولو قسم جايز دی ؟

تر ټولو مخکې تاسې ته د لوی رب څخه د ښه صحت غوښتونکی يم.
ستاسې پاڼه هر وخت گورم او د ډېرو سوالونو ځوابونه مې تر لاسه کړي دي. خو دا مې لومړنۍ پوښتنه ده چې تاسې ته يې درلېږم.

زما پوښتنه د قسم خوړلو په هکله ده ، البته تاسې د قسم خوړلو په هکله مخکې هم ځوابونه ليکلي، خو هلته ما خپل ځواب پيدا نه شو کړای .

تاسو به ليدلي وي چې ځينې وخت خلک د ښي لاس په ورکولو سره قسم يا سوگند اخلي.
مثلآ وايي (د ښي لاس قول واخله که دا کار داسې وي، )
يا وايي ( د ښي لاس قول دی چې زه به نور داسې، يا دا کار نه کوم )
مخکې تاسو تشريح کړي چې د الله پاک په نامه او په قران کريم قسم خوړل کېدای شي، یه نورو شيانو قسم سم نه دی .
که مهرباني وکړئ د (ښي لاس ) په قسم اخيستلو احکام او اساس راته په لنډ ډول بيان کړئ ، منندوی به مو يم.
په درنښت
افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قسم يوازې د الله تعالی په نمونو او صفاتو باندې جايز دی ، د لاس په ورکولو سره يا په دين ، پيغمبر ، پير ، قبر ، پلار ، نيکه ، کعبه و غيره باندې قسم  کول حرام دي او په غير الله باندې قسم شميرل کيږي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم  په غيرالله باندې د قسم کولو څخه منع فرمايلې ده .

امام بخاري رحمه الله روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ أَوْ لِيَصْمُتْ ).

أبو داود (3248) .

يعنې که څوک قسم کوي نو يوازې پر الله جل جلا له  به قسم کوي او يا به چوپ اوسي .

همدارنګه فرمايي : (لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ وَلَا بِأُمَّهَاتِكُمْ وَلَا بِالْأَنْدَادِ ، وَلَا تَحْلِفُوا بِاللَّهِ إِلَّا وَأَنْتُمْ صَادِقُونَ) أبو داود (3251)

په خپلو پلرونو ، ميندو او مرستندويانو قسم مه کوئ ، او په درواغو باندې د  الله جل جلا له په نوم باندې قسم مه کوي مګر په رښتيا سره .

جاء في الموقع الاسلام سوال جواب

والحلف بالدين من الحلف بغير الله تعالى ، فقول الحالف : “وديني” يدخل فيه أفعاله من الصلاة والصيام والحج وسائر العبادات ، والحلف بها حلف بغير الله .
قال الكاساني رحمه الله :
” وَلَوْ قَالَ : بِحُدُودِ اللَّهِ لَا يَكُونُ يَمِينًا ، وَاخْتَلَفُوا فِي الْمُرَادِ بِحُدُودِ اللَّهِ : قَالَ بَعْضُهُمْ : يُرَادُ بِهِ الْحُدُودُ الْمَعْرُوفَةُ مِنْ حَدِّ الزِّنَا وَالسَّرِقَةِ الشُّرْبِ وَالْقَذْفِ .
وَقَالَ بَعْضُهُمْ : يُرَادُ بِهَا الْفَرَائِضُ مِثْلُ الصَّوْمِ وَالصَّلَاةِ وَغَيْرِهِمَا ، وَكُلُّ ذَلِكَ حَلِفٌ بِغَيْرِ اللَّهِ تَعَالَى فَلَا يَكُونُ يَمِينًا ” انتهى .
“بدائع الصنائع” (7/22) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً