د لمانځه اهميت

اصلاً په اسلام کې چې څومره عبادتونه فرض کړ شوی دي هر يو پر خپل ځای کې خاص اهميت لري مګر په اسلامي شريعت کې لمانځه ته خاص اهميت حاصل شوی دی دا د اسلام يو داسې رکن دی چې په هر مسلمان نارينه او ښځه ، روغ او ناروغ ، غريب او مالدار ، مقيم او مسافر فرض دی دا د اسلام داسې رکن دی چې که څوک يې په ولاړه نشي ادا کولای هغه به يې په ناسته ادا کوي که په ناسته نشي ادا کولای هغه به يې په څملاستو ادا کوي عرض دا چې لمونځ په هيڅ حالت کې نه معاف کيږي د لمانځه د اهميت په باره کې زيات شمير قراني او نبي نصوص راغلي دي چې ځنې په لاندې ډول دي :

 الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ] (العنکبوت ۴۵).

ژباړه: او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي او د الله ياد د هر څه نه ډير لوی دی او الله ته ستاسې کړنې ډيرې ښې معلومې دي .

[وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ، الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] (المؤمنين ۹-۱۱) .

 ژباړه: اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه د لمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم ادا کوي سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلي فردوس دوی به پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي دي.

[إنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ] (البقره ۲۷۷).

ژباړه: يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول وېره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.

[وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍّ مُكْرَمُونَ] (المعارج ۳۵ )

ژباړه: هغه کسان چه دوی د خپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان به په عزت سره د جنت په باغونو کې اوسيږی .

نبوي (صلی الله عليه وسلم ) ارشادات :

«عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی رضی الله عنه قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی» (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).

ژباړه: ابی قتاده بن ربعی رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چې الله سبحانه وتعالی فرمايي چې: ما ستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي او ددې مې خپل ځان سره وعده کړې ده چه څوک دا پنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندي وکړي هغه به پخپله ذمه وارۍ جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددې لمونځونو اهتمام نه کوي نو په ما باندې د هغوی هيڅ ذمه داري نشته .

 «وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ اللهلَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا » يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ ( رواه المسلم ).

ژباړه: له ابی زهير عماره بن رويبة رضی الله عنهنه روايت چه ما د رسول صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چه هغه سړی به هيڅ کله دوزخ ته داخل نشي چا چې د نمرختلو او پرېوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی د سهار او مازيګر لمونځونه ادا کړي .

 رسول الله د ژوندو په ورستی وخت دا سې ټينګار کولو :

«الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ»( ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد).

ژباړه: د لمانځه ادا کول،د لمانځه په ادا کولو او له مزدورانو سره د ښې رويې کولو خيال ساتئ.

او فرمايي :

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» (مسند امام أحمد وابن حبان)

 ژباړه: څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) هميشه پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله او رڼايې وګرځي، او څوک چه د لمانځه پابندي ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات او نه به  نور وي ،او د قيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان او ابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي.

او فرمايي :«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ» ( صحيح المسلم)

ژباړه: فرق په مابين د مؤمن او كافر او مشرك کې د لمانځه ترك کول دي.

د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:«إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا »(رواه الترمذي).

ژباړه: د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) د هغه د لمانځه حساب وي که چېرې د هغه د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو او نجات يې وموند او که چېرې خراب راووت نو نامراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که دده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په وسيله دا کمی پوره کړئ ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازه کيږي .

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه کوم عمل غوره دی نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

«الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا ،قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : بِرُّ الوَالِدَيْنِ، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ»(متفقٌ عَلَيهِ)

 يعنې : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د مور او پلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددې نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د الله (جلا جلاله) په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).

لمونځ د اسلام ستنه او جهاد يې لوړه څوکه ده

معاذ بن جبل رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل «أَلاَ أُخْبِرُكَ بِرَأْسِ الأَمْرِ وَعَمُودُهُ وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ؟ قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولُ اللهِ. قَالَ: رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الْجِهَادُ »

ژباړه : آیا تا د ټولو کارونو د رأس ، ستنې او لوړې څوکې څخه خبر نه کړم؟ و يې ويل : هو ، يا رسول الله ، ويې فرمايل : د ټولو کارونو سر اسلام دی ، او ستنه يې لمونځ دی او لوړه څوکه يې جهاد دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 46 times, 1 visits today)