علماؤ ته د ټولنې پر وړاندې ستر مسئوليت متوجه دی

 سلام عليكم ورحمت الله!
بنده حاجي رحيم الله از ولايت بغلان سوال من اين بود كه جرا علما كرام بعضي حقيقت هارا بيان نميكند امروز هيج حكم قرآن در حكومت افغانستان نافذ نيست
آيا حكومت اسلامي همين است؟ بس جرا نام اسلام راكزاشته؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

علم امانت دی :

د شريعت علم امانت دی او د عالم دا مسئوليت دی چې هغه به ټول ضروري شرعي احکام په صحي توګه تر نورو پورې رسوي ټولنه به د الهي اوامرو او نواهی څخه خبروي خلکو ته به په نيکۍ امر کوي او له بدو کارونو څخه به يې منع کوي .

نن عصر د رسالت او وحی سلسله ختمه شوی ده ، خلکو ته د دين رسولو او لارښووني ټول مسئوليت علماؤ ته سپارل شوی دی .

قوله سبحانه وتعالی : كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ) .

دې همدې ستر مسئوليت پر اساس الله تعالی علماؤ ته لوی فضيلت ورکړی دی :

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر 9 )

ووايه : هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي ؟ بې شکه چې پوهان پند اخلي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ» (3116 بخاري ) .  

    چاته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي . ريشتيا ده چه زه يوازی  ويشونکی يم ( د علم شريعت ) او پاک خدای اصلي ورکونکي دي ، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر و نه رسوي تر هغه پورې څو قيامت شي .

مَنْ جَاءَ هُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ وَ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ  فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح   240 اسناده مرسل)

    ژباړه: چاته چه مرګ ورسېږ ي او هغه تر دې وخته پوري دعلم په طلب او لټونه کښې وی چه د هغه په واسطه اسلام را ژوندي کاندي دهغه او دپيغمبرانو په مينځکې يوه درجه توپېر په جنت کې موجود وی .( هغه دنبوت درجه ده )

که علماء خپل مسئوليت درک نه کړي ټولنه د تباهۍ سره مخ کيږي :

د هر ولس او ټولنې علماء به په صفا او سپينو الفاظو خلکو ته حق بيانوي په حق بيانولو کې به د هيڅ چا خاطر نه کوي نه به له چا څخه شرميږي او نه به له چا څخه وېريږي ځکه چې د رښتنې ديني علماؤ دا صفت وي چې هغوی به يوازې له الله تعالی څخه وېريږي او له الله تعالی څخه به نور خلک وېروي .

لقوله سبحانه وتعالی : : ﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾ (فاطر: من الآية2) .

ژباړه : يقيناً د الله جل جلا له  څخه د هغه پوه بنده ګان ( چې د شريعت په ضروري احکامو پوه وي ) وېريږي

 په هر اندازه چې د يوې ټولنې علماء تقوا داره ، اصلاح کوونکي ، د مسئوليت احساسونکي او فعال وي په همغه اندازه به ټولنه له خدای ( جل جلاله ) وېردونکي او اصلاح وي .

د حق پټولو خطرناکي پايلې :

که د ټولنې علماء حق بيان نه کړي د خلکو اصلاح نه را ځي خلک د ګمراهۍ ګندې ته لويږي ځکه عام خلک اکثراً د ښو او بدو حلالو او حرامو فرق نشي کولای دوی د علماؤ پر وينا عمل کوي .

إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَـئِكَ يَلعَنُهُمُ اللّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ ، إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَـئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ البقرة/160-159)

ژباړه : يقيناً چې کوم خلک پټوي څه چې مونږ نازل کړی دی د صاف حکم او هدايت پس د هغې نه چې مونږ دا ښکاره کړی دی د خلکو د پاره په کتاب کې په دوی باندې لعنت کوي الله او لعنت کوي لعنت کوونکي مګر چا چې توبه وکړه او سم يې کړې خپلې خبرې او بيان يې کړه د حق خبره نو داسې خلک معاف کوم زه يم توبه معاف کوونکی او مهربان .

مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ  يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ . (سنن الترمذي 2649، الترغيب والترهيب 1/97 ) .

     ژباړه: څوک چه ديوه عالم نه پوښتنه وکړي او ده ته د هغه علم وي او هغه پټ کړی د قيامت په ورځ  به يې په خوله کښي د اور قيزه ور واچوله شي .

او چا چې خپل قوم او ماتحت کسان غلطې لارې ته و بلل د هغوی ګناه به هم د ده پر غاړه وي :

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ) .

کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ) .

که مو د خپل ولس او قوم پر وړاندې مسئوليت احساس نه کړ :

عن جابز قال قال زسول الله صلي الله عليه وسلم اوحي الله عزوجل الي جبزئيل عليه السلام ان اقلِب مدينة كذا و كذا بِاهلِها فقال يا رب ان فيهم عبدك فلانا لم يعصك طرفة عين قال تعالي اقلِبها عليه و عليهم فان وجهه لم يتمعر في ساعة قطُّ ( رواه البيهقي في شعب الايمان ).

د حضرت جابر رضی الله عنه نه روایت چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمائيل : چې الله تعالی جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلی ټولی آبادی په بل مخ کړه ، جبرائيل عليه سلام عرض وکړ چې پدی کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د ستګی د رپ په انازه يې هم ستا نافرمانی نده کړی دالله (جل جلاله) د طرف نه حکم وشو چې دغه آبادی سره د دغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يوساعت د پاره هم د دغه بنده مخ زما له وجې متغير شوي ندی (البیهقی فی شعب الایمان) .

اوسنی فاسد نظام وضعي (ساختګي ) نظام دی او دې نظام ته د اسلامي کليمې کارول جرم دی او ددې نظام د حکمرانانو او هغو کسانو چې ددې رژيم ننګه کوي يو عامل د منافق صفته علماؤ شيطاني بيانونه او د حق پټول دي ، چې هغوی يرغل ته امن او صلح وايي ، د صليبي يرغل تر غلامۍ لاندې حکومت ته او ژوند ته اسلامي نظام وايي ، د کفر دوښمني دوستې بولي ، د روس پر وړاندې يې جهاد فرض ګڼلو خو د امريکي سره اتحاد فرض او حکمت بولي د يرغل پر وړاندې جهاد بغاوت او ترور بولي ، د صليبي جنګ تر بېرغ لاندې د مسلمان وژل ، بې عزته کول او بندي کول د هيواد امن او امينت بولي . ډير خلک د همدغو منافق صفته علماؤ له لاسه ګمراه شول .

انا لله و انا اليه راجعون

الله تعالی دې خپل رحم وکړي

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً