د حيض په وخت کې د قرانکريم تلاوت

د ان لاين اسلامي لارښود محترمو کارکوونکو ته
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ايا يوه ښځه کولاي سي چي د حيض په وخت کي د قران کريم تلاوت وکړي
ځيني علماء وايي چي په پرې پرې ډول سره يي تلاوت کولاي سي بې له مسحه کولو څخه دا خبره تر کومه ځايه صحيح ده؟
اميد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد جائضې او جنب ته جايز نه دي چې د قرآن تلاوت وکړي په دليل د دغه حديث شريف :

لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن) رواه أبو داود والترمذي .

همدارنګه د حايضي ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې يا غلاف څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي (شرح البدايه ۱/ ۶۸ ) .

د غلاف په اړه شرح البدايه ليکي : لا يمس المصحف الا بغلافه و غلافه ما يکون متجا فيا هنه دون ما هو متصل به کالجلد المشرز (شرح البدايه ) .

يعنې : بغير له غلاف يا پردې څخه د قرآن مسحه کول جايز نه دي ، غلاف داسې چې د قرآنکريم د اصلي جلد يا وقايې نه جلا وي او په هغه کې ايښودل شوی وي .

دا چې د قرآنکريم د تعليم او علم تجويد په باره کې د فقهاؤ څه نظر دی ؟ 

حکيم امت اشرف علی تهانوي رحمه الله ليکي : کچيرې معلمه ښځه وي چې نجونو ته قرآنکريم ور زده کوي د هغه د پاره جايزه ده چې قرآنکريم د هجاء په شکل يا حرکاتو يا ټکو وښیي او يا يې که په روانۍ ور ته وايي بايد کلمه کلمه او هر لفظ قطع ، قطع يعنې د قرآن لوستلو پر مهال يو آيت په يوه نفس باندې پوره نه کړي .

و اذا حاضت معلمة فينبغی لها ان تعلم الصيبيان کلمة کلمة ، تقطع بين کلمتين و لا يکره لها التهجی باالقرآن (فتاوی هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .

همدارنګه ځنو معاصرو فقهاؤ د قرآنکريم تعليم بغير د مصحف له مسحې څخه جايز بللی دی.

لکه اللجنة الدائمة چې ليکي : د حائضې ښځې د پاره د قرآنکريم د تعليم او تجويد درس ورکول بغير د قرآن له مسحې څخه جايز دي .

سمعت في (نور على الدرب): أنه يجوز للحائض إعراب القرآن، وأنا أعلم المسلمات التجويد ويأتين إلي من أماكن بعيدة ويكون وقتهن محدودا، هل يحل لي أن أعلمهن التجويد وأصحح لهن بعض آيات من القرآن، أو أتلو لهن أثناء الحيض؟
وكذلك الحائض منهن تتعلم أم تنتظر حتى تتطهر، أفتونا مأجورين، وأنا أقرأ من كتب التفسير المجزأة أثناء الحيض هل هذا جائز أم الأحوط الترك؟ظ

يجوز لك أن تعلمي الحيض التلاوة والتجويد حال الحيض، لكن دون مس للمصحف، وللحائض أن تمس كتب تفسير القرآن وتتعرف الآيات منها، في أصح قولي العلماء.
وبالله التوفيق.
وصلى الله على نبينا محمد، وآله وصحبه وسلم.
اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    سوال من است ايا دركمبيوتر تلاوت قران مجيدشريف ميشه 2در مريضي مهوار ميشه 3 بيدون اودس تلاوت قران باك ميشه در كمبيوتر لظفا معلومات درست در موردش بدهد وسلام با احترام شما

اترك تعليقاً