د عدل اهميت او فضيلت

د الله تعالی د جانبه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونه د نزول يو هدف په ځمکه کې د عدل قايمول دي :

قوله تعالی : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵)

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

د حکومت ، مشرۍ او مسئوليت هغه که د کور پر سطحه وي يا د ولس او هيواد پر سطحه وي بنياد يې عدل او انصاف دی ( خلکو ته د اسلامي شريعت مطابق حقوق ورکول ، د هغوی تر مينځ د اسلامي شريعت موافق فيصله کول او د ظلم او زياتي مخنېوی کول دي )

لقوله سبحانه وتعالی :  إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا (النسآء ۵۸ ) .

(بې شکه الله تاسې ته حکم کوي چې امانتونه د هغو څښتنانو ته و سپارئ او کله چې د خلکو تر مينځ منځګړيتوب کوئ په عادلانه ډول منګړيتوب وکړئ ، بې شکه الله تاسې ته په ښه شي پند او نصيحت در کوي . بې شکه چې الله اوريدونکی ، ليدونکی دی ) .

که معامله په جايزو امرو کې له دوښمن سره هم وي بیا به هم مسلمان عدل او انصاف کوي ظلم به کوي :

لقوله سبحانه تعلی : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ] [المائدة:8]

( ای مؤمنانو ! شی قايم د الله تعالی د پاره ګواهي ورکونکي په انصاف او د کوم قوم د دوښمنۍ په وجه انصاف مه پريږدی عدل کوﺉ دا خبره ډيره نږدې ده تقوی ته او ويره کوﺉ له الله نه او کوم اعمال چې تاسې يې کوی الله تعالی په هغه باندې ښه خبر دی ) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

« إنَّ المُقسِطينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلى مَنابِرَ مِنْ نور: الَّذِينَ يعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهليهِمْ وما وُلُّوا » رواهُ مسلم.

مقسطين (عادل خلک ) به د الله تعالی په نزد د نور پر منبرونو قرار لري ، هغه کسان چې ( په ور سپارل شوي ) حکم او مسئوليت  کې او د خپل اهل او ولايت کې د عدالت رعايت کوي .

او فرمايي :

اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندی وي د هغې جملې به يو هم عادل امام وي .

– سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ …….. (البخاري او مسلم ) .

عدل کول د الله تعالی د محبت وسيله ده ځکه چې الله تعالی عدل کوونکي خوښوي : وَأَقْسِطُواْ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ (الحجرات ۹ ) .

و ما توفيقی الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. روح الله وردک

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وروسته له سلام نه زه دحج او عمری په باره کی یوه پوشتنه لرم که جواب راته راکو نو مهربانی بهمو وی.

    پوشتنه: که یو کس دعمری نیت وکری اوکعبی شریفی ته لار شی او بیرته خپل کور ته راستون شی نو بیا دا هتمی ده چه په اینده کی به هتمن حج ته جی او که لار نه شی دا ورباندی دین پاتی کیژی .

    ستاسو دجواب په تمه
    ستاسو ورور روح الله وردک له هرات نه.

اترك تعليقاً